پنجشېر استیناف څارنوالۍ د ۱۴۰۰ مالي کال په دویمه ربع کې ۸۲ قضیو ته رسېدنه کړې
په دغو قضیو کې د ۲۰ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي او ۱۸ کسان په نقدي سزا او حبس محکوم شوي دي.
په دغو قضیو کې اته قضيې د قتل، نهه د غلا، اته د اخلاقي جرمونو، ۱۱ د نشه يي توکو، یوه قضیه د ترافیکي جرمونو، څلور د اداري فساد، ۱۴ له ښځو سره د تاوتریخوالي او ۲۷ هم د نورو جرمونو په تړاو ثبت شوې دي.
همداراز ۱۰ قضيې د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ او ۵۲ قضيې په محاکماتي پړاو کې دي.
یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ له درکه ۱۱۲ زره افغانۍ نقدي جزا د دولت قطعي حساب ته سپارل شوې ده. همداراز یو کلاشینکوف او ۱۵۵٫۷۱۴ کیلوګرامه چرس هم ضبط شوي دي.