پکتیا استیناف څارنوالۍ ملت ته د حساب ورکولو پروگرام کې؛ په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۳۲۹ قضیې ثبت او رسیدګي شوې دي

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۱ - ۱۰:۱۰

دغه پروګرام ملت ته د دولت د راپور ورکولو لړۍ په دوام سره د دغې ادارې د اجرااتو د اطلاع رسونې په موخه د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۱۴ د ولایتي چارواکو، رسنیو، د مدني ټولنو غړو او د دغه ولایت ځینو خلکو په ګډون د دغه ریاست د غونډو په تالار کې وشو.

د پکتیا استیناف څارنوالۍ رئیس سیدعنبر پاچا، ملت ته د دولت د ځواب ورکولو پروګرام کې وویل، دغه ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۳۲۹ قضیو ته رسیدګي کړې ده، چې له ډلې یې ۱۱۴ قضیې د شرعي انفصال په موخه محکمو ته استول شوې، ۳۶ قضیو باندې کار روان دی، ۸۷ قضیې تر کشف او ۲۳ قضیې تر جلب لاندې دي او ۱۶ نورې قضیې اړوندو مراجعو ته لېږل شوي دي.

ښاغلي پاچا د قضیو د نوعیت په هکله هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې په دغو قضیو کې ۵۷ د قتل، ۳۵ د غلا، ۴۶ له ښځو سره د تاوتریخوالي او د ماشومانو سره د سرغړونې، ۲۳ له اداري فساد، ۳۴ د مخدره توکو او مسکراتو، ۲۰ ترافیکي پېښې او ۱۱ نورې قضیې بیا د بېلابېلو جرمونو اړوند دي.

د نوموړي په خبره دغه ریاست قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې، دوه میلیونه او ۵۴۹ زره او ۶۴۳ افغانۍ د دولت قطعي حساب ته لېږلې او همدارنګه خپله ۹۹ سلنه ځانګړې شوې بودیجه یې په سمه او رڼه توګه لګولې ده.

د پکتیا استیناف څارنوالۍ رئیس ملتوي قضیو ته پر رسیدګۍ هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «دغه ریاست د ۴۶۳ قضیو له ډلې چې له تېرو کلونو ملتوي پاتې وې، ۳۱۴ یې د لویې څارنوالۍ د رهبرۍ او اساسي قانون پر بنسټ رسیدګي کړې دي.»

په ورته مهال، د پکتیا د عسکرۍ برخې استیناف څارنوالۍ رئیس جانداد زهیر په دغه پروګرام کې وویل، دغه ریاست ۱۳۷ قضیو ته رسیدګی کړې ده، چې له ډلې یې ۹۲ نهايي شوي او ۴۵ نورې قضیې د محاکماتي دوران په حال کې دي.

همدارنګه د عسکرۍ چارو ابتداییه څارنوالۍ رئیس حسیب‌الله بهادر وویل، دغه ریاست ۷۷ قضیې رسیدګي کړې دي، چې له ډلې یې ۴۶ قضیې د شرعي انفصال په موخه محکمو ته لېږل شوې، ۹ قضیو باندې کار روان دی، ۱۸ قضیې اړوندو مراجعو ته لېږل شوې او ۴ نورې قضیې بیا حفظ شوي دي.

د نوموړو په خبره دغه قضیې د وظیفوي غیابت، ناوړه ګټه اخیستنې، اختلاس، قتل، ترافیکي پېښې، تورن ته د تېښتې لار جوړونه، لارنیونه او نور جرمونه رانغاړي.

د پکتیا ولایت د ابتداییه او استیناف برخې څارنوالیو دغو قضیو ته د رسیدګۍ له اړخه توانېدلي، چې ۵۲۱ زره او ۲۶۸ افغانۍ نقدي جریمه د دولت قطعي حساب ته ولېږي.

بلخوا د دغه ولایت د کورني او بهرني امنیت پر ضد جرمونو څارنوالۍ رئیس محمدعارف عثماني په دغې غونډه کې وویل، دغه ریاست په تېر مالي کال کې ۱۰۸ قضیو ته رسیدګي کړې ده، چې له ډلې یې ۸۷ محکمو ته د پرېکړې په موخه استول شوې، ۹ قضیې اړوندو مراجعو ته استول شوې او ۱۲ قضیې بیا حفظ شوې دي.

د نوموړي په خبره، دغه قضیې د عضویت، خرابکارۍ او اختطاف اړوند دي، چې د رسیدګۍ په پایله کې یې ۸۹ زره پاکستانۍ کلدارې د دولت قطعي حساب ته لېږل شوې دي.

دغه ریاستونه توانېدلې دي، چې ۱۲ بېلابېل ډول موټرونه، ۱۳۴ بېلابېل ډول وسلې، ۶۷ شاجورونه، ۱۱ لاسي بمونه، دوه مخابرې، دوه دوربینه، ۱۱۵٫۸۲۷ کیلوګرامه چرس ضبط او مصادره کړي.

د پکتیا ولایت د استیناف، عسکرۍ او د کورني او بهرني امنیت پر ضد جرمونو څارنوالیو ۸۵ څارنوالان او اداري کارکوونکي هم د حقوقي زده کړو د لوړاوي په موخه بېلابېلو پروګرامونو ته هم معرفي کړې دي.

له امنیې قوماندانۍ، د محبس مدیریت، محکمو، د ولایتي شورا له غړو، دیني عالمانو، د مدني ټولنو او رسنیو له استازو سره نور هغه موارد دي، چې دغو ریاستونو په تېر مالي کال کې د همغږۍ غونډې ورسره کړې دي او د غونډې په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته په مفصل ډول ځوابونه ورکړل شوي دي.