مطبوعاتي خبرپاڼه
د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز د ځانګړې څارنوالۍ پر دوو کارکوونکو هر یو: ښاغلی څارنوال عبدالقدیر او ښاغلی کریم الله باندې د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۱۵ سهار اووه بجې دندو ته د تګ پر مهال د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند کمپنۍ بازار کې حمله شوې، چې یو کس شهید او بل ټپي شوی، چې اوسمهال روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي دا پېښه په کلکه غندي او د یادې ادارې په کارکونکو حمله په انسانیت او عدالت حمله ګڼي.
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي یو ځل بیا ټینګار کوي، چې ورته ناوړه پېښې به د قانون واکمنۍ او د عدالت د تأمین په برخه کې د لویې څارنوالۍ په کلکه او غښتلې اراده کې کوم بدلون رانه ولي. د لویې څارنوالۍ کارکوونکي په هر ډول شرایطو کې په قوي هوډ او ژمنه د درنو هېوادوالو خدمت ته چمتو دي.
د لویې څارنوالۍ رهبرۍ د ورته شریعت او انسانیت خلاف پېښو د غندنې ترڅنګ د یادې پېښې د جدي څېړنې په موخه له امنیتي او کشفي ادارو سره په ګډه پلاوی ټاکلی، ترڅو د دغې قضیې عاملین وپېژني او د قانون منګولو ته یې وسپاري.