د بلخ استیناف څارنوالۍ د یاد ولایت د جنایي جرمونو پر ضد د مبارزې له عمومي مدیریت سره د همغږۍ ناسته وکړه
دا ناسته د څارنوالۍ او جنایي برخو د همغږۍ او د یادو بنسټونو د اجرااتو د ښه والي په موخه، د ۱۳۹۸ کال د تلې پر ۲۱ وشوه.
په دغې ناسته کې د بلخ استیناف څارنوالۍ رئیس سیف الله پوپل حفیظي، د جرمونو د کشف پړاوونو کې د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې. د ښاغلي حفیظی په خبره، هغه وسلې چې له مظنونانو په لاس راځي، باید په پوره پاملرنې سجل شي او د دوسیو تر بشپړاوي وروسته دې کشفي بنسټونه د په لاس راغلو وسلو د برخلیک په اړه ډاډ ورکړي.
نوموړی زیاتوي، چې د نافذه قوانینو مطابق څېړنه د څارنوالۍ کار دی؛ نو پولیس باید په کشفي پړاوونو او د څارنوال په نه موجودیت کې له مظنون څخه څېړنه ونه کړي.
ښاغلي حفیظي د خپلو خبرو په دوام سره وویل: «هغه پوښتنلیکونه چې د ضرب جرح، اخلاقي ضد جرمونو او داسې نورو قضیو کې د اهل خبره د نظریاتو د لاسته راوړلو په موخه ترتیبېږي، باید د زیانمن انځور پرې لګېدلی او ځواب یې د عامې روغتیا رئیس تائید کړی او مهر کړی وي.»
نوموړي ټینګار وکړ، چې د قضیو راپور باید د قانون مطابق په ۲۴ ساعتونو کې څارنوالۍ ته واستول شي او امنیتي مؤظفین دې د جلبونو ځواب هم اړونده څارنوالۍ ته واستوي او د اجرااتو په اړه یې دې ډاډ ترلاسه کړي.
د قضیو د تعقیب فورمونو کې د مظنونانو د جرمي سوابقو درجول هم یو له هغه مهمو مسلو څخه دی، چې د بلخ استیناف څارنوالۍ رئیس پرې ټینګار وکړ.