د ننګرهار استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې د ۱۳۰۰ شاوخوا قضیې ثبت او څېړلې دي

د ننګرهار استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې د ۱۳۰۰ شاوخوا قضیې ثبت او څېړلې دي
د دغو قضیو له ډلې پنځه سوه او یو قضيې یې د عاموي امنیت جرمونو او ۷۱ نورې بیا د کورني او بهرني امنیت پر ضد جرایم دي، چې یادې قضیې د مخدره توکو، د وسلو حیازت او قاچاق، قیمتي ډبرو او دارو درملو قاچاق، دوکې، تزویر، له دندې ناوړه ګټه اخیستنه او د بډو اخیستل، جعلي پیسو، تښتونې او د کډوالو قاچاق دي.
د یادو قضیو له ډلې ۸۳ یې له ښځو سره د تاوتریخوالي قضيې دي، چې ۶۲ یې طې مراحل شوي، اته یې د عدم صلاحیت له مخې د عدلیې ریاست ته لېږلي او ۱۳ نورې یې بیا د یاد ریاست تر کار لاندې دي. له ښځو سره د تاوتریخوالي قضیې بیا د جنسي تېري، اجباري نکاح، مجروحیت چې د قتل لامل شوی، مجروحیت، وهل ټکول، د واده کولو ممانعت، په بدو کې ورکول، د قتل هڅه، ځورونه او د اجباري انزوا اړوند دي.
همدارنګه دغه ریاست د ماشومانو د تخلفاتو اړوند ۹۲ قضیې هم ثبت کړې دي، چې له ډلې یې ۶۸ طې مراحل شوي، ۱۶ یې د موضوع د نه صلاحیت له مخې عدلیې ریاست ته لیږلي او اووه نورې یې د دغه ریاست تر کار لاندې دي. د ماشومانو د سرغړونې جرومونه بیا د مجروحیت، مخدره توکو، غلا، وژنې، د شرابو څښل، زنا، جنسي تېري، د وسلې حیازت، ترافیکي مړینې، لواط، مخالفینو سره د غړیتوب، تهدید، تزویر، د معدني ډبرو قاچاق، دوکې او اختطاف اړوند قضیې دي.
د ۱۳۰۵ قضیو له ډلې بیا ۳۳ یې د اداري فساد جرمونو اړوند دي، چې څلور یې طې مراحل شوي، څلور نورې یې اړوندو مراجعو ته لېږل شوي، دوه یې د عدم لزوم قرار له مخې صادر شوې او پر دولسو نورو بیا د دغه ریاست کار روان دی. د اداري او مالي جرایمو قضیې بیا له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې، بډو، تزویر، اختلاس، د مالیې نه ورکول، حیف و میل، د برېښنا او پیسو غلا، د مقاماتو د احکامو نه اجرا کول، د قرنطین په موده کې د فیسونو اخیستل، قاچاق او د معدنونو ناقانوني قاچاق دي.
همدارنګه پنځه سوه او ۲۵ قضیې د عمومي جزا څارنوالۍ له لوري تدقیق او بررسي شوي دي، چې دوه سوه او ۱۲ یې د تمیز او استینافي مرحلو کې دي او درې سوه ۱۳ نورې یې بیا قطعي او نهایي شوې دي. دغه قضیې د وژنې، غلا، اخلاقي جرایم، ترافیکي مجروحیت او جګړې اړوند دي.
دغو قضیو ته د رسیدګۍ له اړخه، لس میلیونه افغانۍ د نقدي جریمو له کبله د دولت خزانې ته لېږل شوي او همدارنګه ۵۹ موټره، سل میله وسله، یو سل او ۴۰ ګرامه هیروئین، څلور زره او ۲۰۸ کیلوګرامه تریاک، څلور بمونه، ۴۴ زره او نه سوه لیتره شراب، یو سل او ۸۸ زره و ۲۰۰ کیلوګرامه معدني ډبرې، ۱۹ تیلیفونونه، ۲۶ برچې او چاقوګان او یو زر او ۸۰۰ کیلو چرس مصادره شوي دي.
د یاد ریاست پر تحقیق د نظارت او د احکامو د تطبیق څارنوالۍ د جمهوري ریاست د بښنې او بند مودې کمونې فرمانونه هم تطبیق کړې، چې له مخې یې ۷۹۷ تنو نارینه او ښځینه بندیان ترې برخمن شوي دي.
له کشفي، امنیتي او عدلي او قضایي ادارو، د مدني ټولنو له استازو او د ولایت په کچه له ولسونو سره د همغږۍ ناستې بیا نور هغه موارد دي، چې یاد ریاست په تېر مالي کال کې کړي دي.
همدارنګه نوموړي ریاست خپل ۱۵۰ مسلکي او اداري کارکوونکي په بېلابېلو برخو کې د ظرفیت لوړونې پروګرامونو ته معرفي کړې دي.
د یادولو وړ ده، چې دغه ریاست ته د ځانګړې شوې بودیجې ۹۹٫۹ سلنه هم لګولې ده.