رسنیزه بلنه
د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې، د حساب ورکولو او روڼتیا د تأمین په موخه، د اداري فساد په لویو جرمونو د تورنو محاکمه د خلکو او رسنیو په حضور کې په علني توګه ترسروي.
ټاکل شوې ده، سبا شنبه د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې ۱۸ سهار ۸:۳۰، د مشرانو جرګې د درېيو سناتورانو چې پر رشوت یا بډو اخیستلو تورن دي او په بالفعل ډول د څارنوالۍ له خوا نیول شوي وو، د نوموړو ابتداییه محکمه د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز په تالار کې ترسره شي.
پته: د کابل ۱۵ امنیتي حوزه، د کورنیو چارو د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې معینیت تر شا.