په غور کې یو خاوند د خپلې مېرمنې د وژلو په تور محاکمه شو
د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ پر ۱۲، د غور د لعل او سرجنګل ولسوالۍ په کرمان کلي کې یوه مېرمنه ووژل شوه، چې د دغې مېرمنې د قتل قضیه د کشفي مراجعو له خوا د عدلي رسیدګۍ په موخه د غور استیناف څارنوالۍ ته ولېږل شوه.
د غور استیناف څارنوالۍ ریاست له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي او د ماشومانو سرغړایو ابتداییه څارنوالۍ له خوا د حوا د باقر ولد فقیر مېرمنې د قتل قضيه د تحقیق تر بشپړولو وروسته له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي او ماشومانو د سرغړاوي جرایمو ته د رسیدګۍ ابتداییه محکمې ته ولېږله.
د موظف څارنوال په وینا، باقر د قضيې مظنون، له خپلې لور سره یوځای د پسونو د وړیو د بیاتي کولو په موخه غوجلې ته ننوځي، د پسونو د وړیو د بیاتي کولو په بهیر کې یو پسه ژوبل کېږي او پر همدې مهال باقر په غوسه کېږي او لور هم خپلې مور حوا ته ورځي او کیسه ورته کوي. حوا خپل خاوند وردرومي او د خبرو اترو په لړ کې باقر خپله مېرمنه په قیچي ټپي کوي.
د موظف څارنوال په خبره، باقر لا هم د پسونو وړۍ بیاتي کوي او مېرمنه يې تر زیاتې وینې بهېدو وروسته مري.
باقر ویلي، چې نوموړي دا کار عمدي نه دی کړی او په غوسه کې ترې شوی دی. نوموړي زیاته کړې، چې روغتون ته يې د خپلې مېرمنې د لېږدېدو هڅه کړې؛ خو د لېږدېدو وسیله يې پر وخت نه ده موندلې.
د قضيې موظف څارنوال د تحقیق او اتهامنامې تر بشپړولو وروسته د اسنادو او شواهدو پر اساس له ښځو سره د تاوتریخوالي او د ماشومانو سرغړاوي جرایمو ته د رسیدګۍ ابتداییه محکمې څخه باقر ته د خپلې مېرمنې د قتل په تور د جزا کوډ د ۵۵۲ مادې او له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون د ۲۲ مادې دویمې فقرې پر اساس د جزا غوښتنه کړې ده.
له ښځو سره د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړاوي جرایمو ته د رسیدګۍ ابتداییه محکمې قضايي پلاوي د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومي پر اتمه، باقر د فقیر زوی د خپلې مېرمنې د قتل په تور د قانون د حکم پر اساس پر درېيو کالو تنفیذي بند محکوم کړ.