د نیمروز استیناف څارنوالۍ رئيس د ۱۳۹۹ مالي کال د اجرااتو په تړاو د دغه ولایت اوسېدونکو ته راپور وکړ

Hussain_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۳۰ - ۱۳:۳
ago

د نیمروز استیناف څارنوالۍ رئيس محمد صابر غفوري ملت ته د دولت حساب ورکولو غونډه د دغه ولایت د ولایتي مقاماتو، مدني ټولنې غړو، متنفذینو، دیني علماوو او رسنیو په حضور کې ترسره کړه. نوموړي وویل، دغه ریاست د عسکري او له کورني او بهرني امنیت جرایمو پر وړاندې د مبارزې څارنوالیو په شمول په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۴۲۰ قضيې ثبت او رسیدګي کړې دي.

دا غونډه د لویې څارنوالۍ د مرکزي او ولایتي څارنوالیو له خوا ملت ته دولت د حساب ورکولو د غونډو په بهیر کې د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۲۲ د نیمروز استیناف څارنوالۍ د ریاست په تالار کې ترسره شوه.

ښاغلي غفوري وویل، د دغو قضیو له ډلې ۳۵۱ قضيې ابتداییه محکمې او ۲۰۹ قضيې استیناف محکمې ته لېږل شوې دي، چې د ۲۱۹ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي او ۳۲۰ تنه د دغو قضیو په تړاو په نقدي جزا او مجازاتو محکوم شوي دي. نوموړي د قضیو د نوعیت په تړاو وویل، په دغو قضیو کې ۱۱ قضيې د قتل، ۱۰۷ د غلا، ۴۷ د اخلاقي جرایمو، ۱۰۸ د نشه يي توکو، ۳۶ د ترافیکي جرمونو، ۳۲ د اداري فساد، ۲۰ له ښځو سره د تاوتریخوالي او همداراز ۱۰۶ قضيې د نورو بېلابېلو جرمونو په تړاو دي.

د نیمروز استیناف څارنوالۍ رئيس ټینګار وکړ، چې ۱۰ قضيې د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ او پاتې نورې تر محاکماتي پړاو لاندې دي.

د ښاغلي غفوري په وینا، یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې یو میلیون او ۵۵۲ زره او ۵۳۵ افغانۍ نقدي جزا تثبیت او د دولت خزانې ته تحویل شوې ده. همداراز ۱۱۵٫۶۵۷ کیلوګرامه هیرویین، ۱۸۰۰٫۳۵۷ کیلوګرامه تریاک، ۱۴۷٫۴۶۸ کیلوګرامه چرس، ۶۷۳٫۲۸۳ کیلوګرامه مت امفتامین، ۱۶ میله وسله، ۱۳ موټرې او یو موټرسایکل یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې ضبط شوي دي.

ښاغلي غفوري همداراز د بودیجې د لګښت په تړاو ویل، دغه ریاست خپله ځانګړې شوې بودیجه د ریاست اړتیاوو ته په کتو ۹۹٫۹ سلنه لګولې ده.

نوموړي زیاته کړه، دغه ریاست په تېر مالي کال کې د دغه ولایت استیناف څارنوالۍ مسلکي او اداري کارکوونکو ته د ظرفیت لوړاوي ۲۴ روزنیز پروګرامونه جوړ کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې د یاد ولایت استیناف څارنوالۍ د مسؤولانو له خوا د ګډونوالو پوښتنو ته په مفصله توګه ځوابونه ورکړل شول.