د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د رهبرۍ ډاډګیرنې پیغام
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
وَ بَشِّرِ الصَّابِرينَ أَلَّذينَ إِذا أَصابَتْهُمْ مُصيبَةٌ قالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَ إِنَّا إِلَيْهِ راجِعُونَ
په خواشینۍ سره خبر شو، چې نن سهار اته بجې، د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب پر ۱۸، د کابل ولایت د لوېدیځ زون څارنوالۍ ریاست د احکام د تنفیذ او تحقیق چارو د آمریت څارنوال میرویس صمدي دندې ته د تللو پر مهال د کابل د پنځمې ناحيې د کمپنۍ په سیمه کې د یوه تروریستي برید په پایله کې شهید شو.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ رهبري پلاوی دا غمجنه پېښه د نوموړي کورنۍ، خپلوانو او د هېواد متدین او شریف ولس ته تسلیت وايي او شهید ته جنت الفردوس او کورنۍ ته يې د خدای پاک له درباره جمیل صبر غواړي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي یو ځل بیا ټینګار کوي، چې داسې خصمانه اعمال به د عدالت د تأمین او د قانون د حاکمیت په برخه کې د دغې ادارې پر ارادې کوچنی خلل هم وارد نه کړي. د لویې څارنوالۍ کارکوونکي په هرو شرایطو کې په غښتلې ارادې عزتمنو هېوادوالو ته د خدماتو د وړاندې کولو لپاره چمتو دي.
د لویې څارنوالۍ رهبري د داسې اسلام ضد او انسانیت ضد پېښو د غندنې تر څنګ، د دغې پېښې د جدي څېړنې لپاره یو پلاوی ټاکلی او د یادې شوې پېښې عاملان به تر پېژندلو وروسته د قانون منګولو ته وسپاري.
درناوی
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، لویې څارنوالۍ رهبري
کب ۱۸، ۱۳۹۹، کابل – افغانستان