د مارچ اتمه؛ د ښځو د پيوستون نړیواله ورځ مبارک

ago_admin

march 8

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لويې څارنوالۍ رهبري د مارچ اتمه؛ د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ د هېواد ټولو زړورو ښځو ته مبارکي وايي.

د مارچ اتمه؛ د ښځو د حقونو د دفاع او ترلاسي او د دوی پر وړاندې د تبعیض او بې عدالتیو د له منځه وړلو په برخه کې د ښځو د مبارزې او حق غوښتنې د یادونې ورځ ده.

د لويې څارنوالي رهبري په داسې حال کې دا ورځ نمانځي چې تل د ښځو پر وړاندې د عدالت د تأمین او د دوی پر اساسي حقونو ټینګار کوي او د دغه کار د رښتیاینې (تحقق) لپاره یې جدي او عملي ګامونه اخیستي دي.

د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مبارزې ځانګړو څارنوالیو ایجاد چې دا ټولې څارنوالۍ د ښځو په لاس اداره کېږي او همدارنګه په دې اداره کې له ۲ سلنه تر ۲۲ سلنې د ښځو د حضور زیاتوالی د دې ادعا یو ثبوت دی.

د لویې څارنوالۍ د مرکز او ولایتونو د جوړښت په بېلابېلو کچو کې د ښځو ماناوال حضور د دې سبب شوی، چې د دغې ادارې عدلي خدمات په ځانګړې توګه ښځو ته دا خدمات تر پخوا ښه کړي او دا کار د لویې څارنوالۍ پر اجرااتو په ځانګړې توګه له ښځو سره د تاوتریخوالي په قضیو کې د هغوی د باور په زیاتوالي کې مهم رول لوبولی دی.

دا اداره د ښځو مشارکت ته د لارې په برابرولو او ګټورو پروګرامونو وتوانېدله، چې هر کال له ښځو سره د تاوتریخوالي زرګونو قضیو ته رسېدنه او د دوی د حقونو دفاع وکړي.

دا افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي په ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي برخو کې د ښځو پر وړتیا او توان باورمنه ده او په عدلي او قضايي ادارو کې د عدالت د تأمین لپاره د دوی ګډون یو جدي اړتیا بولي.