د بلخ د عدلي، قضايي او کشفي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه
دا ناسته د لویې څارنوالۍ د قضیو د مدیریت د ثبت سیسټم د رئيسې نګینه خلیلي غوري په حضور د دغه ولایت د عدليې ریاست، استیناف محکمې، کشفي بنسټونو او د افغانستان د عدلي سکتور د ملاتړ پروګرام (JSSP) د استازي په ګډون د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري پر ۱۵ د یکشنبې پر ورځ ترسره شوه.
د لویې څارنوالۍ د قضیو د مدیریت د ثبت سیسټم رئيسې نګینې خليلي، په دې ناسته کې د قضیو د مدیریت د ثبت سیسټم (CMS) حقوقي ځای ارزښتناک وګاڼه او د دغه سیسټم د لا پياوړتیا لپاره يې د ذیذخلو بنسټونو ترمنځ همغږي اړینه وبلله.
په دې غونډه کې د عدلي، قضايي او کشفي بنسټونو مسؤولانو د قضیو د مدیریت د ثبت سیسټم مهم وباله او د دغه سیسټم پر سالم مدیریت يې ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د قضیو د مدیریت د ثبت سیسټم د کشفي، څارنوالۍ، محکمو، حقوق او د دولت قضيې د دویمې نسخې مخکتنه هم وشوه. د دغه سیسټم دویمه نسخه چې په مختلفو پاڼو کې د سهولتونو، د لومړۍ نسخې د ننګونو د حل او د افغانستان د دولت د مصارفو د ننګونو د کمونو په برخه کې ښه سهولتونه لري، دولت ته تر انتقال وروسته طراحي شوې ده.