د پروان استیناف څارنوالۍ د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړۍ ربع کې ۱۸۶ قضيې ثبت او رسېدنه ورته کړې
د پروان استیناف څارنوالۍ ریاست د احکامو او د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې ۱۸۶ قضيې ثبت او رسیدګي ورته کړې ده.
په دغو قضیو کې ۲۷ د قتل، ۳۲ د غلا، یو قضیه د اخلاقي جرمونو، ۱۶ د ترافیکي جرمونو، ۳۰ د نشه يي توکو، شپږ د مالي او اداري جرمونو، ۲۴ له ښځو سره د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړاوي او ۵۰ هم د نورو جرایمو په تړاو دي.
له دې ډلې ۱۱۲ مورده د اتهامنامو تر ترتیب وروسته ابتداییه محکمې ته لېږل شوې، چې پر ۶۵ قضیو ابتداییه محکمې پرېکړې کړې دي. همداراز ۴۲ قضيې استیناف محکمې ته لېږل شوې، چې د ۲۳ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي دي. ۵۷ مورده د استیناف څارنوالۍ تر کار او څلور قضيې هم تر کشف لاندې دي او پنځه قضيې د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ شوې دي.
دغو قضیو ته د رسیدګۍ له درکه، ۷ موټره، دوه کلاشینکوفه، یو چريي ټوپک، درې شاجوره، ۳۷ تمانچې، څلور لاسي بمونه، ۶۳ ګرامه هیرویین، ۴۴٫۲۷۵ کیلوګرامه تریاک، ۴۴٫۷۸ کیلوګرامه چرس، ۶ ګرامه شیشه او یو لیتر الکولي مشروبات ضبط او مصادره شوي دي.
همداراز یادو شویو قضیو ته رسیدګي له درکه، ۱۴۰ زره افغانۍ نقدي جریمه د دولت حساب ته لېږل شوې او یو میلیون او ۲۷۸ زره او ۶۳ افغانۍ په امانت ډول بانک ته تحویل شوې دي.