اطلاعاتو ته د لاسرسي د طرزالعمل مسودې او د هغې د ډلبندۍ په اړه د لویې څارنوالۍ له خوا د نظرونو ټولونې خبرتیا
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي د قانون د تطبیق او د عدالت تامین د اصلي مرجع په توګه، خپلو پراخو فعالیتونو او مسوولیتونو ته په کتو او همدارنګه د خلکو د توقع او انتظار، په ځانګړي توګه د رسنیزې او اطلاعاتي ټولنې، له بل هر نهاده د اطلاع رسونې د ښه مدیریت او اطلاعاتو ته د عامو خلکو لاسرسي برخه کې باورمنده ده.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي باور لري، چې اطلاعاتو ته د خلکو، اژانسونو او ازادو رسنیو لاسرسی او د ادارو اجراات کولی شي، روڼتیا او اداري فساد سره مبارزې ته لا ځواکمنتیا وروبښي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي د پرانیستې دولت دارۍ په برخه کې د خپلو ژمنو مطابق، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د سترې محکمې، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون او د مدني ټولنو له استازو سره په همکارۍ (اطلاعاتو ته د لاسرسي د طرزالعمل مسوده او په قضایه قوې او لویې څارنوالۍ کې د هغې ډلبندي)، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د ۱۶ مادې د ۸ فقرې مطابق تدوین کړ.
لویه څارنوالۍ د ښې دولت دارۍ او قانون جوړونې برخه کې د ټولنې بېلابېلو اقشارو په مشارکت باورمنده ده. په دې موخه یې د دغه طرزالعمل مسوده د ښو نظرونو او وړاندیزونو د راټولو لپاره په ویب سایټ او ټولنیزو رسنیو کې په ځانګړې توګه د رسنیو، مدني ټولنو او کارپوهانو سره شریکه کړې ده.
لویه څارنوالۍ ته ستاسو نظرونه او وړاندیزونه د قدر وړ دي او هیله لري، چې ستاسې وړاندیزونه او نظرونه د دغه طرزالعمل د لابډاینې او په ادارو کې اطلاعاتو ته د خلکو سالم لاسرسۍ پیاوړی کړي.
مدني ټولنې، رسنۍ او کارپوهان کولی شي، خپل وړاندیزونه او نظریات د دغې خبرتیا له خپریدو نیولې د ۱۳۹۹ کال د تلې ۲۰ پورې په iprd@ago.gov.af بریښنالیک ولېږي.