اووه تنه له وظیفوي واک څخه د ناوړه ګټې اخېستې په تور محاکمه شول

hdsadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۷/۱۷ - ۱۶:۵۱
34

د کورنیو چارو وزارت اووه کارکوونکي له وظیفوي واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د ابتدایي محکمې له خوا د ۱۳۹۷ کال د تلې پر ۱۷ په علني ډول محاکمه شول.

په دغه قضایي ناسته کې، د عملیاتو عمومي رئیس او د عامه ساتنې مرستیالۍ سرپرست عبدالرزاق امیري د امیر جان زوی او د کورنیو چارو وزارت د عملیاتو د عمومي ریاست د عملیاتي  پلان جوړونې مدیر عطامحمد روکي د علي احمد زوی محاکمه شول.

د یادې شوې ناستې د قضایي پرېکړې پر اساس، دوی د جزا کود د ۵۸ مادې لومړۍ فقرې په رعایتولو سره د عسکري قانون د ۴۲ مادې دویمې فقرې او د جزایي اجرااتو قانون د ۲۱۲ او ۲۰۹ مادو شپږمې فقرې له مخې هر یو په اته کاله تنفیذي بند محکوم شول.

د دغه ناستې قضایي پلاوي، محمد هاشم د حفیظ الله، نورمحمد د حیات محمد او ایمل شینواری د محمد ایوب زوی ته له وظیفوي واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې قضیه کې د لاس لرلو په تور د لازمو دلایلو د نشتوالي له امله د جزا کود د پنځمې مادې له مخې برائت ورکړ.

د دغه قضایي ناستې رئیس همداراز محمد خیبر صدیقي، عبدالغفار باتور او محمد ناصر مجددي د عدلي تعقیب وړ وګڼل.  

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ مسلکي او اداري بستونو د ګمارنې ازموینه واخیسته

د افغانستان اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د ۱۴۰ اداري او مسلکي بستونو د استخدام په موخه چې له دې ډلې ۴۰ بستونه د تېر کال پاتې وو او پاتې نور یې د دغې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

له ۸۱ ګډونوالو د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د مسلکي زده‌کړو ریاست د دغې ادارې له ۸۱ داوطلبو کارکوونکو څخه د نظارتي ستاژ درېیم پړاو ازموینه واخیسته...

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست د دغې ادارې له کارکوونکو «د دعوت او ارشاد نصاب د معاملاتو» د تدریس شوې برخې ازموینه واخیسته

د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دعوت او ارشاد ریاست نن شنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۱۸ (د کب ۱۶) د دغې ادارې له کارکوونکو څخه «د دعوت او ارشاد نصاب د. . .

BACK TO NEWS