بادغیس استیناف څارنوالۍ له خوا ۴۳ قضیو رسېدنه

Hussain_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۹ - ۱۱:۲۴

د بادغیس استیناف څارنوالۍ د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړۍ ربع کې ۴۳ قضیې ثبت او له قانون سره سم يې ورته رسېدنه کړې ده.

په دغو قضیو کې ۳ قضيې د قتل، ۵ د غلا، ۳ د اخلاقي جرایمو، ۴ قضيې د نشه يي توکو، ۲ قضيې د ترافیکي جرمونو، ۶ قضيې د اداري فساد، ۷ قضيې له ښځو سره د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړاویو او همداراز ۱۳ قضيې د نورو بېلابېلو جرمونو په تړاو دي.

له یادو شویو قضیو څخه ۲۷ قضيې ابتداییه محکمې او ۲۲ هم استیناف محکمې ته محول شوې چې د ۱۴ قضيو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي او تورن يې په نقدي جزا او حبس محکوم شوي دي.

د باغیس استیناف څارنوالۍ همداراز ۱۰ قضيې د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ او پاتې نورې قضيې تر کار لاندې دي.