بادغیس استیناف څارنوالۍ نشه یي توکي او الکولي مشروبات سوځولي دي

د بادغیس استیناف څارنوالۍ د راپور پر بنسټ، دغه ریاست د اور ورکونې پلاوي په حضور په زنجیر خراساني سمیه کې ۱۶۲۳،۱۹۸ کیلو ګرامه نشه يي توکي او ۶۸۹،۲۲۰ لیتره الکولي مشروبات سوځولي دي.
د یادو توکو د سوځونې پروګرام د ۱۳۹۸ کال د لړم پر ۲۸ په جوړ شوی و، چې پکې د ولایت مقام، امنیې قوماندانۍ او چاپېریال ساتنې ریاست استازو، د مدني ټولنو غړو، علماوو او د یاد ولایت د سیمه اییزو ادارو مسؤولانو ګډون کړی و.
په سوځول شوو توکو کې ۳۸۰،۲۵ کیلو ګرامه تریاک، ۱۳۳ کیلو ګرامه هروئین، ۹۹۳،۱ کیلو ګرامه مت امفیتامین، ۲۵۰،۳۰ کیلو ګرامه چرس، ۱۴۵،۵۲۰ لیتره خالص الکولي مشروبات او ۵۴۳،۷۰۰ لیتره خمیره شوي انګور شامل دي، چې دوسیې یې له ۱۳۹۶ تر ۱۳۹۸ کال پورې د واکمنو محکمو له خوا بشپړې او فیصله شوې دي.
د بادغیس استیناف څارنوالۍ رئیس څارنیار احمد جان عزیزي، په دغه پروګرام کې وویل، چې دغه ریاست په ۱۳۹۸ کال کې د نشه يي توکو او الکولي مشروباتو ۱۹ قضیې ثبت کړې او څېړلې دي. له دې جملې څخه څلور قضیې بشپړې شوې، ۱۴ قضیې له محاکماتي پړاوونه وتلې او یوه بله قضیه تر کار لاندې ده.