تخار استیناف څارنوالۍ د ۱۴۰۰ مالي کال په دویمه ربع کې ۱۹۸ قضيو ته رسیدګۍ کړې

Hussain_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۴ - ۱۵:۳۲
takhar

د تخار استیناف څارنوالۍ د عدلي اجرااتو په پایله کې د روان مالي کال په دویمه ربع کې د ۲۳ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي او تورن یې په نقدي جزا او حبس محکوم شوي دي.

په دغو قضیو کې ۸۵ قضیې استیناف محکمې ته استول شوې دي، ۱۰ قضيې د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ شوې او ۶۷ قضيې د دغه ریاست تر کار لاندې دي.

په یادو شویو قضیو کې ۱۸ قضيې د قتل، ۳۳ د غلا، ۱۳ د اخلاقي جرمونو، ۱۳ د نشه يي توکو، ۱۵ د ترافیکي جرمونو، نهه د اداري فساد، ۳۱ له ښځو سره د تاوتریخوالي او ۶۶ قضيې هم د نورو جرایمو په تړاو دي.

یادو شویو قضیو ته د رسیدګي له درکه ۵۷۹ زره او ۲۹۰ افغانۍ نقدي جزا هم د دولت قطعي حساب ته لېږل شوې ده.