جوزجان استیناف څارنوالۍ د ثبت احوال نفوس ادارې د څلورو کارکوونکو دوسیه محکمې ته واستوله

ago_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۷ - ۱۴:۱۰
jowzjan

جوزجان استیناف څارنوالۍ د ۱۳۹۸ کال د وږي پر ۱۸د یاد ولایت د ثبت احوال نفوس ادارې د څلورو کارکوونکو د قضیې پاڼې، چې د تزویري تذکرو په اړه دي، د څېړنو تر بشپړاوي وروسته، د یاد ولایت ښاري ابتدایه محکمې ته واستولې.

په دغه قضیه کې د ثبت احوال نفوس عمومي مدیر خدای نور د پنجي قل زوی، د حیاتي احصایې مامور نجیب الله د حبیب الله زوی، د تذکرو د وېشنې مامور شمس الله د ګلب الدین او د ثبت احوال نفوس مدیر تاج الدین د نورالدین زوی شامل دي.

کشفي ادارو، یاده قضیه د عدالت د ټینګښت او څېړنو په موخه د ۱۳۹۶ کال د سلواغې پر ۱۲ د جوزجان استیناف څارنوالۍ ته استولې ده.

د مؤظف څارنوال د صورت دعوې پر بنسټ، د یادو مظنونینو په لاسلیکونو او د ادارې په مهر(ټاپه) له هېواد بهر څو کسانو په ځانګړې ډول هغه کسانو ته چې په سعودي عربستان کې ول، تزویري تذکرې ورکړل شوې دي. دوی په خپلو څرګندونو کې له خپل لیک او لاسلیک انکار کړی او زیاته کړې یې ده، چې چا به له وخت نه په ګټې اخېستنې او د کاري حجم د زیاتوالي له امله پر موږ لاسلیکونه کړي وي.

پر ۱۷ جلده تذکرو ترسره شوې کریمنالتخنیک څېړنې ښیي، چې یادې تذکرې تزویري او د دغو مظنونینو لاسي لیکونه پکې شامل دي.

د قضیې مؤظف څارنوال د څېړنو تر بشپړاوي، د اتهام نامې له ترتیب او د تور سپیناوي لپاره د اسنادو او شواهدو تر راوړنې وروسته، د جوزجان ابتدایي محکمې غوښتي، چې پر دوی د جزا کود د ۴۳۸ مادې حکم پلی کړي.

د جوزجان ښاري حوزې د ابتدایي محکمې د اداري فساد او عامه امنیت جرمونو د څېړنې دیوان قضايي پلاوي، د تابعیت تذکرو د تزویر په تور هر یو خدای نور، نجیب الله، شمس الدین او تاج الدین د جزایي اجرااتو قانون د ۱۰۵ او ۱۰۶ مادې په رعایتونې د جزا کود د ۴۳۷ مادې نهمې فقرې له مخې پر یوـیو کال او شپږو میاشتو تنفیذي بند محکوم کړل. همداراز د حکم تر ورکړې پورې د دوی د خلاصون په بدل کې یې د ضمانت په توګه د ۱۰۰ زره افغانیو پر ورکړه حکم صادر کړ.