جوزجان استیناف څارنوالۍ د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړۍ ربع کې ۸۷ قضيې څېړلې دي

Hussain_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۱۱:۲۷
ago

په دغو قضیو کې شپږ قضيې د قتل، ۱۱ د غلا، یوه د اخلاقي جرمونو، پنځه د نشه يي توکو، څلور د ترافیکي جرمونو، اته د اداري فساد، ۱۵ له ښځو سره د تاوتریخوالي او ۲۷ د نورو بېلابېلو جرمونو په تړاو دي.

د یادو شویو قضیو له ډلې د ۳۵ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي، اته قضيې د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ او ۲۰ قضيې هم تر کار لاندې دي. یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې ۴۹ کسان په مجازاتو محکوم شوي او د حبس په دوران کې دي. د دغو قضیو له درکه د دولت خزانې ته د نقدي جریمې په توګه ۵۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ لېږل شوې دي.

د جوزجان استیناف څارنوالۍ ریاست په دغه ربع کې د جمهوري ریاست د بندیانو د بښنې او بند مودې کمونې فرمان هم تطبیق کړی، چې پر اساس يې د پنځو نارینه او څلور ښځینه وو بندیانو په ګډون ۱۱ کسان بښل شوي او د درېیو نورو بندیانو په بند کې کموالی راغلی دی.