جوزجان استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۲۹۱ قضيې څېړلې دي

جوزجان استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۲۹۱ قضيې څېړلې دي
په دغو قضیو کې ۳۰ قضيې د قتل، ۵۰ د غلا، ۴۱ د اخلاقي جرمونو، ۳۲ د نشه يي توکو، ۳۷ د ترافيکي جرمونو، ۹ د اداري فساد،۱۷هم له ښځو سره د تاوتریخوالي او ۷۵ هم د نورو بېلابېلو جرمونو قضيې دي.
۲۶۲ قضيې هم د اتهامنامو او صورت دعوا له ترتیب وروسته محکمو ته استول شوې دي او له ډلې يې پر ۱۹۷ قضیو ابتدايیه محکمې او پر ۱۲۹ هم استیناف محکمو پرې کړې دي. همداراز د ۵۸ قضیو محاکماتي دوران بشپړ شوی او تورن يې په نقدي جزا او بند محکوم شوي دي.
۲۶ قضيې هم د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ او پر پاتې نورو قضیو دا ریاست لا هم کار کوي.
په دغه ولایت کې تر ټولو ډېرې قضيې د غلا د جرمونو په تړاو ثبت شوې دي. په دغو قضیو کې لارنیونه، د غلا شویو اموالو پېرودنه، وسلواله غلا، غصب او کیسه بري شاملې دي.
یادو شویو قضیو ته رسیدګۍ په پایله کې د دغه ریاست له خوا یو میلیون او ۹۸۸ زره او ۱۸۱ افغانۍ تثبیت شوې او د دولت خزانې ته تحویل شوې دي. همداراز ۴۴ ګرامه هیرویین، ۱۹٫۹ کیلوګرامه تریاک، ۱۳۶٫۷۵ کیلوګرامه چرس، ۸۵ لیتره الکولي مشروبات، ۵ میله وسله، ۵۰۰ مرمۍ او یو موټر هم ضبط شوي دي.
دغه ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې هره میاشت د بندیانو د قانوني ستونزو د حل کولو په موخه د محبس، د ماشومانو د روزنې د مرکز او نظارت خونې لیدنه کړې او د بندیانو د روزنې په موخه يې ګڼ روزنیز پروګرامونه هم دایر کړي دي.
د دې تر څنګ یاد شوي ریاست د کشفي، امنیتي او قضايي بنسټونو له مسؤولانو سره د غونډو تر څنګ، هېوادوالو ته د څارنوالۍ د اجرااتو په اړه د راپور ورکولو، له غیردولتي بنسټونو او له مدني ټولنې سره د همږي ګڼې غونډې کړې دي. دغه ریاست د ښځو نړیواله، د ملي بیرغ او د متقاعدینو ورځې هم نمانځلې دي او د مسلکي او اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړاوي په موخه يې ګڼې روزنیزې غونډې کړې دي.
دغه ریاست ته له ځانګړې شوې بودیجې د ۷۷ مترمربع ځمکې په مساحت د غونډو یو تالار هم ګټې اخیستنې ته سپارل شوی او د آقچه ولسوالۍ ابتداییه څارنوالۍ د ودانۍ چارې هم پيل شوې دي، چې دا تعمیر په دوو زرو مترمربع ځمکه کې جوړېږي.