خوست استیناف څارنوالۍ د خپلو کلنیو کړنو راپور د دغه ولایت اوسېدونکو ته وړاندې کړ

Hussain_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۳ - ۱۰:۴۴
ago

د خوست استیناف څارنوالۍ رئیس عبدالحمید نصرت ملت ته د حکومت د حساب ورکولو پروګرام کې چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۲۳ دایر شو، وویل، دغه ریاست په تېر مالي کال کې ۱۱۳۰ قضیو ته رسیدګي کړې ده. دغه پروګرام د یاد ولایت د ولایتي شورا غړو، د مدني ټولنو استازو، قومي مشرانو او رسنیو په حضور کې جوړ شوی و.

د ښاغلي نصرت په خبره د دغو قضیو له ډلې ۴۰ د وژنې، ۷۶ د غلا، ۱۵۱ د نشه يي توکو، ۲۹ د اداري فساد، ۴۵ له ښځو سره د تاوتریخوالي، ۱۷ د ترافیکي جرمونو، ۹ اخلاقي جرمونو او ۱۵۱ قضیې د نورو بېلابېلو جرمونو اړوند دي.

ښاغلي نصرت زیاته کړه، دغو قضیو ته د رسیدګۍ له اړخه پنځه میلیونه او ۵۷۷ زره او ۳۵۷ افغانۍ نقدي جریمه له تورنو لاسته راغلي او د دولت خزانې ته تحویل شوې ده. همدارنګه ۳۸ کلاشینکوفونه، ۵۸ تومانچې، یو موټر سایکل، ۵۵۵ لیتره الکولي مشروبات، ۳۶۵ کیلو ګرامه چرس او ۸٫۴۱ کیلو ګرامه تریاک مصادره شوي دي.

نوموړي د کارکوونکو د ظرفیت پر لوړاوي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، دغه ریاست توانېدلی د ظرفیت لوړاوي ۱۶ بېلابېل پروګرامونه هم دایر کړي، چې په پایله کې ۴۵ کارکوونکي ترې برخمن شوي دي.

په ورته مهال کې د خوست ولایت د عسکرۍ څارنوالۍ رئیس په دغه پروګرام کې وویل، دغه ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې توانېدلی ۴۲ قضیو ته رسیدګي وکړي، ۱۴ قضیې له واکه د ناوړه ګټې اخیستنې، ۱۴ قضیې له وظیفي غیابت، ۳ د رشوت، یو مورد قتل او ۷ نورې د نورو جرایم اړوند قضیې دي.

د نوموړي په خبره دغو قضیو ته د رسیدګۍ له اړخه، ۴۵۶ زره او ۳۷۴ افغانۍ نقدي جزا د دولت حساب ته لېږل شوي دي.

له بلې خوا د خوست د کورنیو او بهرنیو جرمونو پر ضد څارنوالۍ رئیس وویل، دغه ریاست ۱۰۵ قضیو ته رسیدګي کړې ده، چې دا قضیې د ترور، د ماینونو ځای پر ځای کول او نورو جرمونو اړوند دي.

د غونډې په پای کې د خبریالانو او ګډونوالو پوښتنو ته په مفصله توګه ځوابونه ورکړل شول.