د اته کلنې نجلۍ د پلار دوسیه د څارنوالۍ له خوا وڅېړل شوه

د غور استیناف څارنوالي د اته کلنې نجلۍ د پلار دوسیه، چې خپله لور یې په تیشې سره ټپي کړې، وڅېړله. دا پېښه د ۱۳۹۸ کال د غویي پر ۲۸ د یاد ولایت د لعل سرځنګل ولسوالۍ د قزل کلي کې شوې ده.
د قضیې مؤظف څارنوال د څېړنې تر بشپړاوي، د دعوي د اتهامنامې له ترتیب او د جرم د اثبات لپاره د شواهدو او اسنادو له مخې د دلایلو له وړاندې کولو وروسته یاده قضیه د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي پر ۲۶ مه، د یاد ولایت د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د مخنیوي او د ماشومانو د سرغړونې ابتدایي محکمې ته استولې ده.
مؤظف څارنوال د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د مخنیوي او د ماشومانو د سرغړونې له ابتدایي محکمې غوښتي، چې د یادې قضیې پر تورن، د جزا کود د ۵۷۷ مادې په رعایتونې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون ۲۲ ماده تطبیق کړي.
په څېړنه کې یاد مظنؤن څرګنده کړې، چې زیانمنه لور یې په دې دلیل چې خپله وړوکې خور یې په بغل کې نیولې تر حملې لاندې راوستلې او په سر یې ټپي کړې ده.
د غور استیناف څارنوالۍ له خوا څېړنې ښيي، چې د نجلۍ پلار په تریاکو روږدی دی او یاده موضوع د کلي خلکو هم تائید کړې ده. نوموړي څو ځله د کليوالو په مالونو او اجناسو هم د غلا په موخه لاس پورې کړی دی.
ویل کېږي، چې نوموړي د نشه یي توکو د لاسته راوړلو لپاره د کور سامان د خرڅلاو په موخه بېرون ته وړل، چې د لور په مخنیوي سره یې یاده پېښه رامنځ ته شوې ده.