د ارزګان استیناف څارنوالۍ ۷۹ قضیې ثبت او څېړلې دي
د ارزګان استیناف څارنوالۍ ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۷۹ جنایي قضیو ته رسیدګي کړې ده، چې له ډلې یې ۷ د قتل، ۶ د غلا، ۶ د اخلاقي جرایمو، ۱۴ د اداري فساد، ۱۳ له ښځو سره د تاوتریخوالي، ۲ د نشه يي توکو، ۲ د ترافیکي جرمونو او ۲۹ نورې بیا د متفرقه جرمونو اړوند قضیې دي.
دغې څارنوالۍ ۴۶ قضيې د حکم د تطبیق په موخه ابتداییه څارنوالۍ ته لېږلي او د ۳۴ نورو بیا محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي او قطعي شوې دي. همدارنګه ۶ قضیې بیا د لازمو دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ شوې او ۳۰ نورې قضیې د دغه ریاست تر کار لاندې دي.
دغو قضیو ته د رسیدګۍ له اړخه، شپږ سوه او ۷۸ زره او ۱۳۰ افغانۍ نقدي جریمه د دولت خزانې ته تحویل شوې او ۳ میله وسله هم مصادره شوې ده.
د ارزګان استیناف څارنوالۍ په تېر مالي کال کې د دغه ولایت له محبس او د امنیه قوماندانۍ نظارت خونې څخه لیدنه کړې او د بندیانو د ستونزو د هواري په موخه یې مسؤولانو ته لازم هدایات ورکړي دي. همدارنګه دغه ریاست د ولسمشر د بښنې او بند مودې کمونې فرمانونو هم تطبیق کړې، چې ۴۶ محبوسان او محجوزان ترې برخمن شوي دي.
د ارزګان استیناف څارنوالۍ په تېر مالي کال کې له عدلي او قضایي بنسټونو، د ګذر وکیلانو او د دغه ولایت له قومي مشرانو سره د قانون د تطبیق او عدالت د تأمین په موخه د همغږۍ بېلابېلې ناستې کړې دي.
د یادولو وړ ده، چې دا ریاست توانېدلی خپله تخصیص شوې بودیجه هم بشپړه مصرف کړي.