د اسلامي امارت ټولو مجاهدینو ته د عالیقدر امیرالمؤمین حفظه الله هدایات
الله تعالی په خپل فضل او کرم سره د اسلامي امارت ټولو مجاهدینو ته یوه ستره فتحه ورنصیب کړه چي اوس د یوې ستري ازمویني سره مخ دي، ددې لپاره چي مجاهدین په دې ستره ازموینه کي بریالي سي، باید لاندي ټکو ته جدي پاملرنه وکړي:
- ټول مجاهدین خپل نیتونه خالص لله فی الله وګرځوئ.
- مشران او کشران ټول د تقوی په زینت سره خپل ځانونه ښایسته کړئ.
- د الله تعالی ډېر حمد ووایاست چي د مقدس جهاد په برکت او په خپل نصرت سره یې عظیمه فتحه در په برخه کړه.
- په ټولو چارو کي د عدل او انصاف څخه کار واخلئ.
- د خپل ځورېدلي ولس سره احسان کوئ.
- د کبر، غرور، عجب، ظلم او خیانت څخه ځانونه وساتئ.
- د قوم پرستۍ، منطقه پرستۍ، لسان پرستۍ او انډیوال پرستۍ څخه په کلکه پرهېز وکړئ.
- امتیاز باید په تقوی او امانت دارۍ سره وي.
- په خپل مینځو کي د اعتماد او ورور ګلوۍ فضاء قایمه کړئ.
- د داسي حرکتونو څخه ځانونه وساتئ چي په خپل مینځ کي بې اعتمادي رامینځته کوي.
- په خپل مینځ کي د امربالمعروف او نهي عن المنکر فریضه مه پرېږدئ، لمونځونه په جماعت سره ادا کوئ.
- په بیت المال کي د خیانت کولو څخه ځانونه وساتئ.
- د شهیدانو د کورنیو او اولادونو ښه کفالت کوئ، هیڅ کله یې له یاده مه باسئ.
- یو د بل په کارونو کي د مداخلي کولو څخه جدی پرهېز وکړئ.
والسلام
د اسلامي امارت مشرتابه مقام