د اصنافو (دوکاندارانو او کسبکارانو) د مالیې د تخفیف په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان

mozamil_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۱:۵۶
د اصنافو (دوکاندارانو او کسبکارانو) د مالیې د تخفیف په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان

لومړۍ ماده:

که د اصنافو (دوکاندارانو او کسبکارانو) کلني مجموعي عوائد (د فروشاتو سرجمع) تر دوو میلیونو (۲،۰۰۰،۰۰۰) افغانیو پوري وي، له مالیې څخه معاف دي.

دوه یمه ماده:

(۱) که د اصنافو (دوکاندارانو او کسبکارانو) کلني مجموعي عوائد (د فروشاتو سرجمع) له دوو میلیونو (۲،۰۰۰،۰۰۰) افغانیو څخه زیات وي، د کلني صفر اعشاریه (٪۰.۳) سلني ثابتي مالیې تابع دي.

(۲) د دې مادې په (۱) فقره کي درج شوې صفر اعشاریه درې (٪۰.۳) سلنه کلنۍ ثابته مالیه د هغو عوایدو (د فروشاتو له سرجمع) څخه محاسبه کېږي چې له دوو میلیونو (۲،۰۰۰،۰۰۰) افغانیو څخه زیات شوي وي.

درېیمه ماده:

دغه فرمان د ۱۴۰۳ مالي کال له پیل څخه نافذ او په رسمي جریده کي دي خپور شي.

والسلام علیکم و رحمة الله وبرکاته!

امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث

مولوي هبة الله اخندزاده