د امارتي ځمکو د وېش، پلورني او انتقال د ممنوعیت په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان
لومړۍ ماده:
د امارتي (سلطاني) ځمکو وېش او پلورنه د امیرالمؤمنین (حفظه الله) له فرمان پرته منع دي. وزارتونه، امارتي ادارې او ښاروالۍ نه شي کولای، یادي ځمکي په حقیقي او حکمي اشخاصو ووېشي یا وپلوري.
دوه یمه ماده:
وزارتونو، امارتي ادارو او ښاروالیو ته د امارتي (سلطاني) ځمکو انتقال د امیرالمؤمنین (حفظه الله) له فرمان پرته منع دي، د اړتیا پر مهال د یادو ځمکو انتقال د فرمان پر اساس صورت مومي.
درېیمه ماده:
دغه فرمان د توشېح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جریده کي دي خپور شي.
والسلام
امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث
مولوي هبة الله آخندزاده