د انساني قاچاق د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان

mozamil_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۲:۲۱
د انساني قاچاق د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان
د انساني قاچاق د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان

قال الله تعالی: اعوذ بالله من الشیطان الرجیم، وَلَا تَقْتُلُوا أَنفُسَکُمْ إِنَّ اللَّهَ کَانَ بِکُمْ رَحِیمًا. [الاَیة (۲۹) سورة النساء].

ترجمه: او مه وژنئ تاسي سره ځانونه خپل (یعنې یوبل، یا مه کوئ تاسي هغه کار چي ستاسو د هلاک سبب وي) بېشکه چي الله‌دی پرتاسي باندي ډير مهربان (د اجر او ثواب په انعام سره). (تفسیر کابلی)

و عن ابي هریرة رضي الله تعالی عنه قال: قال رسول الله صلي الله علیه وسلم: من أعان علی قتل مؤمن بشطر کلمة لقي الله عزوجل مکتوب بین عینیه آیس من رحمة الله. (رواه ابن ماجة)

ژباړه: د ابوهریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی، چي رسول الله‌صلی الله‌علیه وسلم وفرمایل: څوک چي د مومن په قتل کي په نیمه کلمه سره کومک وکړي (مثلاً د قتل ویلو په ځای قت ووايې) نو الله‌جل جلاله به د هغه سره په داسي حال کي ملاقات وکړي چي د دواړو سترګو په منځ کي به یې لیکلي وي، چي دا کس د خدای تعالی د رحمت څخه نا امیده دی. (مظاهر حق)

و عن علي بن شیبان قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم، من بات علی ظهر بیت لیس علیه حجاب – وفي روایة حجار – فقد برئت منه الذمة. (رواه ابوداؤد)

ژباړه: د حضرت شیبان رضي الله‌تعالی عنه څخه روایت دی، چي رسول الله‌صلي الله‌علیه وسلم وفرمایل څوک چي د شپې پر داسي بام ویده کيږي چي پر هغه دیوال نه وي او په یوه روایت کي دا الفاظ دي چي پر هغه ډبرې نه وي (یعني د ډبرو دیوال نه وي) نو د هغه څخه د الله‌تعالی ذمه ولاړل(یعني د هغه د ساتني ذمه ختمه سوه، ځکه چي هغه خپل ځان خپله په خطره کي واچوی). (مظاهر حق)

د پورته مبارک ایت شریف او د رسول الله‌صلی الله‌علیه وسلم د مبارکو احادیثو په اساس انساني قاچاق غیر شرعي عمل دی، په افغانستان کي له څو لسیزو یاده ستونزه وجود لري او له همدې امله د انسانانو ژوند په خطر کي غورځي، د دې لپاره چي د دې مشکل مخنیوی وشي او زموږ د خلکو ژوند، کرامت او عفت خوندي شي، لاندي مواد منظوروم.

لومړۍ ماده:

د ارشاد، حج او اقافو، پوهنې، لوړو زده کړو، اطلاعات او فرهنګ، امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو، سرحدونو، اقوامو او قبایلو او مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارتونه مکلف دي، د انساني قاچاق او ژوند په خطر کي اچولو، د بدو عواقبو او شرعي ممانعت په اړه، د عامه پوهاوي تدبیرونه جوړ او عملي کړي او د انساني قاچاق په ناوړه عواقبو دي خلک پوه کړي. همدا رنګه علماء کرام، د منطقې مخور او متنفذین دي د انساني قاچاق په اړه د پوهاوي په برخه کي پوره همکاري وکړي.

دوهمه ماده:

۱ – د کورنیوچارو وزارت مکلف دی چي هغه انساني قاچاقبران چي په مختلفو ولایتونو کي خلک په تيره بیا ځوانان له افغانستانه په قاچاقي او له خطرونو ډکو لارو وتلو ته هڅوي او لیږي، تعقیب، تثبیت او ونیسي.

۲ – د کورنیوچارو وزارت دي انساني قاچاقبران د نیولو څخه وروسته د سزا لپاره نظامي محکمو ته معرفي کړي.

۳ – که له کومو مرکزونو څخه د انساني قاچاق لپاره کار اخیستل کيده د کورنیو چارو وزارت مکلفیت لري چي له تثبیت څخه وروسته یې په جدي توګه بند کړي.

دریمه ماده:

نظامي محکمې دي انساني قاچاقبران لومړی په یو کال بند، په دوهم ځل تکرار سره په دوه کاله او په دریم ځل تکرار سره په درې کاله بند محکوم کړي.

څلورمه ماده:

د دفاع وزارت مکلف دی چي په سرحدونو او د فرضي کرښې په اوږدو کي د انساني قاچاق مخنیوی وکړي او نیول شوي قاچاقبران د کورنیو چارو وزارت ته وسپاري.

پنځمه ماده:

د استخباراتو لوی ریاست مکلف دی چي د انساني قاچاق د مخنیوي اړوند د کشف په برخه کي همکاري وکړي.

شپږمه ماده:

دغه فرمان د توشېح له نېټې څخه وروسته نافذ او په رسمي جریده کي دي خپور شي.

والسلام علیکم و رحمة الله وبرکاته!

امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث

مولوي هبة الله اخندزاده