د بادغیس استیناف څارنوالۍ له خوا په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۲۶۳ قضیو ته رسیدګي شوې

Hussain_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۵ - ۱۰:۴۲
ago

د بادغیس استیناف څارنوالۍ له خوا په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۲۶۳ قضیو ته رسیدګي شوې

بادغیس استیناف څارنوالۍ ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۲۶۳ قضیو ته رسیدګي کړې ده.

د دغو قضیو له ډلې ۶ قضيې د قتل، ۲۳ قضيې د غلا جرمونو، ۲۰ هم د اخلاقي جرایمو، ۳۶ د نشه يي توکو ۷ د ترافیکي جرمونو، ۵۱ د اداري فساد، ۸۸ قضيې له ښځو سره د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړاوي او ۳۲ هم د بېلابېلو نورو جرمونو قضيې دي.

د یادو شویو قضیو له شمېره، ۱۸۲ قضيې د ابتدايي محکمې او ۱۲۷ هم د استیناف محکمې پرېکړې په بر کې نیسي او د ۲۷ نورو قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي دي.

همداراز ۴۱ قضيې هم د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ او پر ۴۰ نورو قضیو لا کار روان دی.

د دغو قضیو د اجرااتو له کبله ۵۲۰ زره او ۴۰۳ افغانۍ نقدي جزا تثبیت شوې او د دولت حساب ته تحویل شوې ده. همداراز ۲۳ ګرامه هیرویین، ۱۴٫۴۵ کیلوګرامه تریاک، ۹۶۸ ګرامه چرس او ۸ لیتره الکولي مشروبات ضبط شوې دي.

د دغه راپور پر اساس، د ۱۸ مېرمنو په ګډون ۲۳۲ کسان د جمهوري ریاست د عالي مقام د بښې او تخفیف له فرمانونو څخه مستفید شوي او ۱۰۴ بندیان ازاد شوي دي.

د باغیس استیناف څارنوالۍ ته ۱۷ میلیونه، ۸۵۷ زره او ۷۱۱ افغانیو له تخصیص څخه د دغه ولایت د استیناف او اړوندو څارنوالیو د اړتیاوو پر اساس ۱۷ میلیونه، ۸۵۶ زره ۷۷۸ افغانۍ مصرف شوې او ځانګړې شوې بودیجه یې ۱۰۰ سلنه لګولې ده.

بادغیس استیناف څارنوالۍ د تېر مالي کال په اوږدو کې د ښې حکومتولۍ، د قانون د تطبیق، د عدالت د تأمین او له اداري فساد سره د مبارزې په موخه له محلي، کشفي او قضايي ادارو سره د همغږۍ ګڼې غونډې کړې او په دې غونډو کې د ښه خدمتونو پر وړاندې کولو ټينګار شوی دی.