د بامیانو استیناف څارنوالۍ رئيس د دغه ولایت د بندیانو دوسیې بررسي کړې

Hussain_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۱۴:۵۰
ago

د لویې څارنوالۍ د سرپرست د هدایت پر اساس، د بامیانو استیناف څارنوالۍ رئیس د کورني او بهرني امنیت جرایمو پر ضد د مبارزې او د عسکري څارنوالۍ د رئیسانو په ملتیا، د ۱۴۰۰ لمریز کال د سرطان پر شپږمه د دغه ولایت د زندان د مدیریت په همغږۍ، د بندیانو ستونزې واورېدې.

د دغه لیدنې موخه د محبوسینو د دوسیو رسیدګي او د بندیانو د ستونزو حل بلل شوی دی.

د بندیانو د نسبتي دوسیو تر ارزولو وروسته مشخصه شوه، چې په دغه ولایت کې د ټولو بندیانو دوسيې طی مراحل شوې او د هغوی ستونزو ته رسېدنه شوې ده او د هېڅ بندي په دوسیه کې ستونزه نه تر سترګو کېږي.

په دې لیدنه کې د زندان مسؤولانو او استازو د یوه بندي د رواني وضعیت په تړاو چې د خپلې مېرمنې په قتل تورن دی، شکایت وکړ او له مسؤولو مقاماتو یې وغوښتل، چې د دغه بندي ستونزې ته دې رسیدګي وشي. موظف پلاوي هغوی ته ډاډ ورکړی، چې د زندانونو د چارو تنظیم ادارې په همغږۍ به د اړوندې مرجع له لارې د دغه بندي ستونزې ته رسيدګي وشي.

دغه پلاوي د زندان د معیشتي او روغتیایي وضعیت لیدنه هم وکړه، چې له نېکه مرغه د پلاوي د بررسۍ پر اساس، په دې برخه کې ستونزه نه وه.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي ژمنه ده، چې د بندیانو د بشري حقونو په رعایت، د زندانونو د چارو تنظیم ادارې په همغږۍ د دوی ستونزو ته جدی رسېدنه وکړي.