د بامیان استیناف څارنوالۍ رئیس هېوادوالو ته د دغه ریاست د ۱۳۹۹ مالي کال د اجرااتو راپور وړاندې کړ

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۸ - ۱۵:۳۸
ago

 

د بامیانو استیناف څارنوالۍ رئیس څارنمل خوشحال محمد شفا ملت ته د دولت د حساب ورکولو په غونډه کې وویل، دغه ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۶۵۲ قضیو ته رسیدګي کړې ده.

 

دا غونډه د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۱۹ د دغه ولایت د ښاروالۍ په تالار کې د بامیانو مرستیال والي، د مدني ټولنې د رئیس، د استیناف محکمې، حج او اوقاف، د ښځو د چارو او د زندان د مدیریت استازو او خبریالانو په حضور کې ترسره شوه.

 

د بامیان د استیناف څارنوالۍ د رئیس په وینا، په دغو قضیو کې ۱۶ قضيې د قتل، ۷۷ د غلا، ۱۷ د اداري فساد، ۳۵ ترافیکي جرمونو، ۱۲۷ له ښځو سره د تاوتریخوالي، ۷۹ د ماشومانو د سرغړاویو، ۱۱۴ د ضرب و جرح، ۱۶ د اخلاقي جرمونو او ۱۰۶ مورده هم د بېلابېلو نورو جرمونو په تړاو دي.

 

نوموړي زیاته کړه، چې ۲۵۳ قضيې محکمو ته لېږل شوې، چې پر ۲۰۷ قضیو محکمو حکم کړی دی. ۹۱ قضيې هم نهايي شوې، ۱۰۴ قضيې حفظ شوې، ۳۰ قضيې تمیز محکمې، څلور قضيې عدلیې ریاست او ۳۹ نورو اړوندو مراجعو ته لېږل شوې او یوه قضیه هم مسترد شوې ده.

 

د ښاغلي شفا په وینا، د جمهوري ریاست د بښنې او بند مودې د کمونې د فرمانونو د تطبیق په پایله کې د درېیو مېرمنو په ګډون ۱۰۷ بندیان مستفید شوي دي.

 

نوموړي زیاته کړه، دغو قضیو ته د رسیدګي په پایله کې درې کلانشینکوفونه، درې تمانچې، یو میل یازده تیر ټوپک او یو میل هم پنج تير ټوپک، یو میل ام فور، ۱۵ شاجوره او ۱۷۹ مرمۍ ضبط شوي دي. همداراز څلور کیلوګرامه چرس، درې کیلوګرامه تریاک، ۶۶ ګرامه شیشه، ۵۱٫۷ کیلوګرامه هیرویین او ۹٫۵ لیتره الکولي مشروبات هم ضبط شوي دي.

 

ښاغلي شفا د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه، یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې ۴۱۹ زره او ۹۷۱ افغانۍ نقدي جریمه د دولت حساب ته لېږل شوې ده او همداراز له ۲۰۰ مراجع کوونکو سره مخامخ هم لیدل شوي او ستونزې يې حل شوې دي. نوموړي وویل، دغه ریاست خپله عادي بودیجه سل سلنه په رڼه او شفافه توګه لګولې ده.

 

د بامیانو د استیناف څارنوالۍ د رئيس په وینا، د ظرفیت لوړاوي په موخه د دغه ریاست ۳۹ مسلکي او اداري کارکوونکي د ظرفیت لوړاوي پروګرامونو ته معرفي شوي او همداراز درې کارکوونکي د حقوقي ستاژ پروګرام او دوه هم د لوړو زده کړو په موخه خصوصي پوهنتونونو ته معرفي شوي دي.