د بدخشان استیناف څارنوالۍ د خاوند له خوا د یوې ښځې د وژنې قضیه محکمې ته وسپارله

د بدخشان یاوان ولسوالۍ کې یوه ښځه د ۱۳۹۸ کال د زمري پر پنځمه ووژل شوه، چې د څېړنو په موخه د زمري پر اوومه د یاد ولایت د استیناف څارنوالۍ ته واستول شوه.
د مؤظف څارنوال د دعوې پر بنسټ، د قضیې مظنون ویلي چې ښځې یې میرګي ناروغي درلوده چې د شپې له خوا له کور بهر پر ډبره د ورلوېدو له امله مړه شوې ده.
په ورته مهال کې د عدلي طب څېړنې ښيي، چې وژل شوې ښځه د ډېرو سختو وهلو ډبولو له امله مړه شوې ده.
د بدخشان استیناف څارنوالۍ د څېړنو تر بشپړاوي وروسته، یاده قضیه د ۱۳۹۸ کال د وږي پر ۲۶ د یاو ولایت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ابتدایه محکمې ته استولې ترڅو په اړه یې حکم ورکړي.
د څېړنو پر مهال د قضیې مظنون د خپلې ادعا د ثبوت لپاره هېڅ ډول شواهد او مدارک نه دي وړاندې کړي او همداراز د خپلې ښځې تر مړینې وروسته یې تېښته هم کړې ده.
د قضیې مؤظف څارنوال د څېړنو تر بشپړاوي، د اتهام نامې له ترتیب او د جرم د ثبوت لپاره د دلیلونو او شواهدو تر راوړنې وروسته د یاد ولایت له ښځو سره د تاوتریخوالي له ابتدایه محکمې څخه غوښتي، چې د قضیې پر تورن د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون د ۲۲ مادې د دویمې فقرې او د جزا کود د ۵۵۲ مادې حکم تطبیق کړي.