د بدخشان استیناف څارنوالۍ د دوو کسانو په مظنونیت سره د یوې ښځې د وژنې دوسیه د څېړنو تر بشپړاوي وروسته محکمې ته واستوله

ago_admin
شنبه ۱۳۹۸/۷/۲۷ - ۱۲:۴
badakhshan

د بدخشان کشم ولسوالۍ کې د ۱۳۹۸ کال د وري پر نهمه یوه ښځه ووژل شوه، چې قضیه یې د عدلي څېړنو په موخه د همدې کال د وږي پر ۲۳ د بدخشان استیناف څارنوالۍ ته وسپارل شوه.

د مؤظف څارنوال د دعوې پر بنسټ، په دې قضیه کې مظنون د جینۍ پلار څرګنده کړې، چې نوموړی په داسې حال کې له یو کس سره د خپلې لور له اړیکو خبریږي، چې لور یې د ناروغۍ له امله ډاکتر ته ځي او له خپل حامله والي معلومات ترلاسه کوي. له دې سره سم د وژل شوې جینۍ پلار د هغه مظنون کس د پلار کور ته، چې د نوموړي له لور سره یې ناروا اړیکې درلودې څو سپین ږیري کسان لیږي، ترڅو یاده مسله حل کړي؛ خو مظنون له دې اړیکې انکار کوي او د ده لور هم په همدې ورځ وژل کېږي.

د جینۍ پلار د موږک ضد دوا خوراک د دې د مړینې عامل بولې او زیاتوي، چې دا دوا هغه وخت خوري کله چې مظنون له یادو اړیکو انکار کوي. ویل کېږي، چې د وژل شوې جینۍ مور هم د پېښې ورته جریان تائيد کړی دی.

د پېښې په اړه د هغو درېیو ښځینه شاهدانو په خبره، چې وژل شوې جینۍ یې تر اوبو اېستلې، د دې د مینځلو پر مهال یې داسې نښې نه دي موندلې، چې ګواکي دا دې په وهلو ډبولو وژل شوې وي؛ خو د وژل شوې جینۍ دوو ښځینه ګاونډیانو په ډاګه کړې، چې په همغه شپه یې د دې په غاړه کې توروالۍ او پړسوب لیدلی دی.

د بدخشان استیناف څارنوالۍ، دا قضیه د څېړنو تر بشپړاوي وروسته د ۱۳۹۸ کال د تلې پر ۱۶ د حکم ورکولو په موخه د بدخشان د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي ابتدایه محکمې ته استولې ده.

د قضیې مؤظف څارنوال، د څېړنو تر بشپړاوي، د اتهام نامې له ترتیب او د جرم د اثبات لپاره د  اسنادو او شواهدو له مخې د دلیلونو تر راوړنې وروسته، د یاد ولایت د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي له ابتدایه محکمې غوښتي، چې د قضیې پر تورنو (د دې پلار او هغه مظنون چې له دې سره یې جنسي اړیکه نیولې وه) د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون د ۲۲ مادې دویمه فقره او د جزا کود ۵۹ او ۵۴۷ ماده تطبیق کړي.