د بدخشان استیناف څارنوالۍ د چرسو د لېږدونې په تور د یو کس دوسیه محکمې ته واستوله

ago_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۸ - ۹:۲۷
logo

د بدخشان زیباک ولسوالۍ کې یو کس د ۳۰ کیلو چرسو د لېږدونې پر مهال د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر لومړۍ د امنیتي او کشفي ځواکونو له خوا ونیول شو، چې قضیه یې د څېړنې په موخه د یاد ولایت استیناف څارنوالۍ ته استولې ده. یادې څارنوالۍ د څېړنو تر بشپړاوي او د اسنادو او شواهدو تر راټولولو وروسته د روان کال د وږي په میاشت کې دا قضیه محکمې ته واستوله.

د قضیې مؤظف څارنوال، د څېړنو تر بشپړاوي، د اتهام نامې له ترتیب او د جرم د ثبوت لپاره د اسنادو او شواهدو تر راوړنې وروسته د یاد ولایت د فیض اباد ښاري ابتدایه محکمې څخه غوښتي، چې تورن ته له نشه یي توکو سره د مبارزې قانون د ۱۹ او ۳۲ مادې په پام کې نیولو، د جزا کود د ۳۰۵ مادې لومړۍ فقرې اووم بند د حکم له مخې جزا وټاکي.

همداراز د قضیې څارنوال، د ابتدایه محکمې له قضایي پلاوي دا هم غوښتې چې د جزا کود د ۳۰۸ مادې پر بنسټ له یاد تورن څخه ټول مواد او اجناس چې يو پراډو ډوله موټر هم پکې شامل دی؛ مصادره کړي.