د بدخشان استیناف څارنوالۍ د یو کس د وژنې دوسیه محکمې ته واستوله

د ۱۳۹۸ کال د زمري پر ۳۱ د بدخشان فیض اباد ښار اتمه ناحیه کې یو کس د خپل ورور له خوا ووژل شو، چې قضیه یې د عدلي څېړنو په موخه د وږي پر ۲۶ د بدخشان استیناف څارنوالۍ ته استول شوې ده.
د مؤظف څارنوال د دعوې پر بنسټ، وژل شوی کس د بدخشان د فیض اباد ښار اتمې حوزې د تلبزنګ کلي اوسېدونکی دی، چې له څه مودې راپدې خوا د یاد ښار په شپږمه ناحیه کې اوسېدا.
نوموړی له دوو زامنو سره تلبزنګ کلي ته ځي ترڅو له مور څخه ورته په میراث پاتې کور وران او لرګي یې کور ته راوړي. په دغه ورځ د نوموړي ورور په کلي کې نشته، چې ده دوه کوټې ورانې کړې او لرګي یې راټول کړي دي. کله یې چې ورور کور ته راځي، ګوري چې ورور یې ګوټې ورانې کړې دي. له لفظي شخړي اخ او ډب وروسته نوموړی ټپي کېږي او روغتون ته وړل کېږي، چې له یوې ورځې ورسته په روغتون کې ساه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې مؤظف څانوال ته د څېړنو پر مهال د قضیې مظنون د خپلې دعوې او بې ګناه توب ښودلو لپاره کوم ثبوت او شواهد هم نه دي وړاندې کړي.
د بدخشان استیناف څارنوالۍ دا قضیه له څېړنو وروسته د ۱۳۹۸ کال د وږي پر ۲۶ د حکم ورکولو په موخه د یاد ولایت ښاري ابتدایه محکمې ته استولې ده.
د قضیې مؤظف څارنوال، د څېړنو تر بشپړوالي، د اتهام نامې له ترتیب او د جرم د ثبوت لپاره د دلیلونو، اسنادو او شواهدو تر راوړنې وروسته له یادې محکمې غوښتي، چې پر تورن کس د جزا کود ۵۵۲ ماده پلې کړي.