د بلخ استیناف څارنوالۍ ریاست د ماشومانو د سرغړونو اړوند ۱۹ قضیې څېړلې دي

د بلخ استیناف څارنوالۍ ریاست له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي او د ماشومانو د سرغړونو څانګې، د ۱۳۹۸ کال له پیل څخه تر دې مهاله د ماشومانو د سرغړونو اړوند ۱۹ قضیې ثبت کړې او څېړلې دي.
له یاد شمېر قضیو څخه شپږ ماشومان د ترافیکي پېښو له امله د جرم مرتکب شوي، چې پنځه یې په تعلیقي حجز او یو بل کور کې ترحجز لاندې محکوم او مجازات شوی دی.
د راپور له مخې، پنځه ماشومان د چور چپاول او دوه د وهلو ټکولو او ټپي کېدو له امله په تعلیقي حجز محکوم شوي او دوو نورو ته محکمې د همدې جرم په تور خبرداری ورکړی دی. همدارنګه دوه نور ماشومان د وسلې د ناقانونه حیازت په تور نیول شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
ویل کېږي، چې د یاد شمېر قضیو له مرتکبینو څخه ۱۸ ماشومان او یوه ماشومه ده.