د بلخ استیناف څارنوالۍ ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۱۹۰۴ قضیې څېړلې دي
د بلخ استیناف څارنوالۍ ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۱۹۰۴ قضیې څېړلې دي
په دغو قضیو کې ۱۰۲ قضيې د قتل، ۲۵۳ د غلا، ۱۸۱ د اخلاقي جرایمو، ۱۹۹ د نشه يي توکو، ۱۵۹ د ترافيکي جرمونو، ۲۰۳ د اداري فساد، ۱۶۸ له ښځو سره د تاوتریخوالي، ۳۲۷ هم د نورو بېلابېلو جرمونو قضيې دي.
د یادو شویو قضیو له ډلې یو زرو ۴۰ قضيې محکمو ته استول شوې، چې له منځه يې ۳۵۸ قضيې نهايي شوې او ۱۲۱ قضيې د کافي دلایلو د نشتوالي له امله حفظ او ۵۶ قضيې د تحقیقاتو د بشپړېدا په موخه کشفي ادارو ته مسترد شوې دي.
یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ له کبله دوه میلیونه او ۹۲۳ زره افغانۍ نقدي جزا په قطعي ډول، دوه میلیونه او ۲۰۰ زره د کفالت بالمال او ۲۶ میلیونه، ۴۷۵ زره او ۹۰۰ افغانۍ په امانت ډول د دولت حساب ته لېږل شوې دي.
همداراز د نشه يي توکو ۱۹۹ قضیو ته د رسیدګۍ له کبله ۵٫۲۸۵ کیلوګرامه هیرویین، ۳٫۱۴۴ کیلوګرامه شیشه، ۴۱٫۹۸۰ کیلوګرامه تریاک، ۱۸۶٫۱۴۰ کیلوګرامه چرس، شپږ زره او ۱۹۵ لیتره الکولي مشروبات، یو زرو ۲۷۵ لیتره فیصدي والا بیر، ۳۱۶ ګرامه ک. ګولۍ، یو کیلوګرام کرسټال او ۴۰ لیتره تېزاب ضبط شوي دي.
یادو شویو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې ۲۷ نقلیه وسایطه، ۸۹ میله وسله، ۵۵۰ مرمۍ او ۱۸ لاسي بمونه ضبط شوي او ۲۰۹ کسان هم په دې تړاو نیول شوي دي.
د بلخ استیناف څارنوالۍ ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې د دغه ولایت له کشفي، امنیتي، عدلي او قضايي مسؤولانو سره بېلابېلې ناستې کړې دي. همداراز ۱۵۶ مسلکي او اداري کارکوونکي يې هم د مسلکي زده کړو په موخه د ظرفیت لوړاوي پروګرامونه ته معرفي کړي دي.
یاد شوي ریاست په تېر مالي کال کې د ولسمشرۍ ریاست د بښنې او بند مودې کمونې شپږ فرمانه تطبیق کړي، چې له مخې يې ۳۰۵ بندیان بښل شوي او د ۲۲۲ بندیانو د بند موده کمه شوې ده. له دې ډلې ۹ محجوزه، ۲۷ ښځې او ۲۶۹ نارینه بښل شوي او له زندانه ازاد شوي دي.