د بلخ استیناف څارنوالۍ نوی رئيس معرفي او په کار يې پيل وکړ

د لویې څارنوالۍ د وړاندیز او د جمهوري ریاست د ۶۱۷ ګڼې حکم پر اساس د بلخ استیناف څارنوالۍ رئيس څارنمل عبدالبصیر خالد معرفي او په کار یې پيل کړ. د نوموړي د معرفۍ په غونډه کې د قضايي تعقیب په چارو کې د لوی څارنوال مرستیال ډاکټر غلام حیدر علامه، محلي مقاماتو، د کشفي او امنیتي بنسټونو مسؤولانو، د ولایتي او علماوو شورا غړو او ځینو قومي مشرانو ګډون کړی و، دا غونډه د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۰ وشوه.
د قضايي تعقیب په چارو کې د لوی څارنوال مرستیال غلام حیدر علامه چې د ښاغلي بلخ د معرفۍ په موخه بلخ ولایت ته تللی، د بلخ د رهبرۍ او عدلي او قضايي بنسټونو د همکارۍ او ملاتړ ستاینه وکړه.
د لوی څارنوال مرستیال په دې غونډه کې وویل، د هېواد په ګوټ ګوټ کې څارنوالان په پوره علاقمندۍ ولس ته عدلي خدمات وړاندې کوي. نوموړي زیاته کړه، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي د خلکو د ازادۍ او حقوقو او انساني کرامت د ساتنې لپاره د قانون د یوشان حاکمیت او د عدالت تأمین ته ژمنتیا لري.
ښاغلي علامه د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، په ادارو کې تغییر او تبدیل یو اصل دی او له نېکه مرغه په لویه څارنوالي کې دا تغییرات د هېواد ټولنیزو واقعیتونو ته، د مختلفو اقوامو حضور، د جنډر تساوي او روڼتیا په موخه شوي دي. نوموړي همداراز د بلخ استیناف څارنوالۍ د پخواني رئيس د کړنو ستاینه وکړه.
په ورته وخت کې د بلخ استیناف څارنوالۍ نوي رئيس عبدالبصیر خالد د لویې څارنوالۍ د رهبرۍ او د جمهور رئيس د باور مننه وکړه او زیاته يې کړه، د قانون د یوشان تطبیق او عدالت د تأمین لپاره به هڅه کوي. نوموړي زیاته کړه، هېڅ مجرم به له مجازاتو پرته پاتې نه شي او هېڅ بې ګناه به مجازات نه شي. ښاغلي خالد له نورو محلي دولتي ادارو سره پر همغږۍ او په اجرااتو کې پر روڼتیا ټینګار وکړ.
بلخوا د بلخ والي او د ولایتي شوار رئيس په دغه ولایت کې د څارنوالۍ اجراات وستایل او له ولایت مقام سره یې د عدلي او قضايي بنسټونو پر لا همغږۍ ټینګار وکړ. نوموړو ژمنه وکړه، د قانون د تطبیق، د عدالت د تأمین او له مجرمانو سره د مبارزې په برخه کې به د لویې څارنوالۍ تر څنګ ولاړ وي او له عدلي او قضايي دستګاه به ملاتړ کوي.