د بلخ د عسکرۍ ابتدائیه څارنوالۍ ریاست نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

ago_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۳ - ۱۴:۳
بلخ

دغه ودانۍ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د پراختیایي بودجې په مټ د ۴ سوه او ۹۳ زره او ۳۷۸ افغانیو په ارزښت جوړه او د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي په شلمه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاده ودانۍ د بلخ امنیه قوماندانۍ محوطه کې په ۲۴۷ متر مربع مساحت ځمکه کې د شلو کاري ورځو په اوږدو کې د نهو کاري خونو په درلودو سره جوړه شوې ده.

بلخ

په دغو مراسمو کې د بلخ د استیناف څارنوالۍ، د بهرني او کورني امنیت د جرایمو پر ضد څارنوالۍ، د عسکرۍ ابتدائیه څارنوالۍ رئیسانو او د یاد ولایت د ولایتي شورا، د بشري حقوقو کمیسیون او د امنیه قوماندانۍ استازو ګډون درلود.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ په تېر مالي کال کې د لغمان، کاپیسا، نورستان، خوست او دایکنډي ولایت د استیناف څارنوالیو ریاستونو ودانۍ هم ګټې اخیستنې ته سپارلي او په روان کال کې یې هم په مرکز او ولایتونو کې د ځينو ریاستونو د ودانیو د بنسټ ډبرې ایښې دي.