د بندیانو نسبتي دوسيو ته په قانوني وخت کې رسېدنه کېږي

Hussain_admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۹ - ۸:۳۹
ago

د ارزګان استیناف څارنوالۍ رئیس څارنیار عبدالمتین نورزي د دغه ولایت له بندیانو سره په لیدنه کې وویل، چې د بندیانو نسبتي دوسيې د څارنوالۍ په کاري لومړیتوب کې دي او په معین وخت کې به ورته رسېدنه وشي.

د ارزګان استیناف څارنوالۍ رئيس د عسکري څارنوالۍ او د کورني او بهرني جرایمو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ رئيسانو د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر شپږمه د دغه ولایت د زندان لیدنه وکړه.

د دغې لیدنې موخه د بندیانو ستونزو او دوسیو ته رسېدنه بلل شوې ده.

د ارزګان استیناف څارنوالۍ پلاوي د بندیانو د نسبتي دوسیو تر ارزونې وروسته وموندله، چې د ۴۳ بندیانو دوسیې د ابتداییه او استیناف محکمو په محاکماتي مراحلو کې دي او د ۱۲ توقیف شویو دوسيې تر هراړخیزې بررسۍ لاندې دي.