د بې كيفيته تیلود واردولو د مخنيوي په اړه خبرتیا

mozamil_admin
د بې كيفيته تیلود واردولو د مخنيوي

بِسمِ اللهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

اعلاميه

د عاليقدر امير المؤمنين ((حفظه الله تعالى)) د ۱۷/١٠/۱۴۴۶ نیټې د (۷۹۳/۵۶۷۱)) ګڼه حكم د بشپړ پلي كيدو، د عامه ګټو د تأمين، دنفتي موادو د كيفيت د تضمين، د تېلو او اوبلن ګازو د بازار د سمون، او د بې كيفيته نفتي موادو د وارداتو او عرضې د بشپړ مخنيوي په موخه د نفتي موادو او اوبلن ګازو ټولو سوداګرو، واردوونكو شركتونو او نورو اړوندو حقيقي او حكمي اشخاصو ته خبر وركول كيري چې:

١. د نفتي موادو ټول واردوونكي شركتونه مكلف دي چې دتېلو او اوبلن ګاز واردات يوازې د نافذه معيارونو او اصولو سره سم ترسره كړي. د ټاكل شوو معيارونو خلاف د نفتي موادو واردول ښكاره سرغړونه بلل كیږي او مرتكبين به يې، له هیڅ ډول اغماض پرته، د عاليقدر امير المؤمنين (حفظه الله تعالى)) د حكمونو له مخى اړوندو واكمنو مراجعوته معرفي شي.

٢. د تېلو ټانكونه او پمپ سټیشونونه مكلف دي چې تېل او اوبلن ګاز (مايع ګاز) يوازي له مشخصو او رسمي جواز لرونكو شركتونو څخه ترلاسه كړي او د پلورونكي شركت اسناد له ځان سره وساتي؛ د تېلو د ټانكونو د پلټنى پر مهال كه بې كيفيته او د نافذه معيارونو خلاف نفتي مواد تثبيت شي، نو د بي كيفيته تیلو د وارداتو د مخنيوي مسوول پلاوي له لوري به سمدستي قانوني اقدامات ترسره شي.

د بې كيفيته تېلو د وارداتو د مخنيوي پلاوى ژمن دى چې په ټول افغانستان كى د نافذه معيارونو د دقيق پلي كيدو لپاره هر اړخيز او دوامداره نظارت ترسره كړي او دا كار د خپلو اساسي او عاجلو لومړيتوبونو څخه ګڼی.والسلام.

د بې كيفيته تېلو د واردولو د مخنيوي موظف پلاوى

۱۱/٨/۱۴۴۷ هــــ ق

Documents

د بې كيفيته تیلود واردولو د مخنيوي