د تقاعد د حقوقو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان

mozamil_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۲:۴۶
د تقاعد د حقوقو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان
د تقاعد د حقوقو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرماند تقاعد د حقوقو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان

د وزارتونو او امارتي ادارو د متقاعدینو او د برحاله کارمندانو د تقاعد د حقوقو د اجراء کولو په هکله چي د هغوی له معاش څخه د تقاعد حقوق وضع شوي دي، لاندي مراتب منظوروم:
لومړۍ ماده:

ستره محکمه مکلفه ده، په مرکز کي په خپلو اړوندو تشکیلاتو کي، د ضرورت او د اړوندو قضیو تراکم ته په کتو سره، د تقاعد د حقوقو اختصاصي محکمې جوړې کړي ترڅو یادي محکمې د شریعت په رڼا کي یادي حقوقي قضیې حل کړي.

دوهمه ماده:

(۱) د وزارتونو او امارتي ادارو متقاعدین کولای شي، د خپل تقاعد د حقوقو د اثبات لپاره، د تقاعد د حقوقو اختصاصي محکمې ته عارض شي.

(۲) د وزارتونو او امارتي ادارو متقاعدین مکلف دي، د خپلو عریضو مضمون د اداري اصولنامې د (۳۳) مادې سره موافق ترتیب کړي. محکمه به یاده عریضه د صورت دعوې په ځای ثبت او درج کړي.

(۳) د تقاعد د حقوقو اختصاصي محکمه دي د عارض عریضه د صورت دعوې په ځای ثبت او درج کړي.

(۴) د تقاعد د حقوقو اختصاصي محکمه دي د عارض عریضه د مالیې وزارت استازي ته عرض او د موضوع په برخه کي له هغه څخه ځواب وغواړي چي دغه ځواب به دفع د عوې شي. البته په دې خاصه موضوع کي د نماینده ځواب بالاقرار د اعتبار وړ نه دی.

(۵) د مالیې وزارت مکلف دی، د تقاعد د حقوقو د اختصاصي محکمې له غوښتنې سره سم، خپل باصلاحیته استازی یادې محکمې ته وروپېژني.

(۶) د تقاعد د حقوقو اختصاصي محکمه دي د عارض عریضه له بررسي او د مدعي علیه (مالیه وزارت) له ځواب څخه وروسته په وارده کي ثبت او قید کړي او له مدعي (متقاعد) څخه دي د دلائلو غوښتنه وکړي.

(۷) کله چي مدعي (متقاعد) خپل د متباقي ونډې اسناد د تقاعد د حقوقو اختصاصي محکمې ته وړاندي کړي. یاده محکمه مکلفه ده چي د عارض د اسنادو تصدیق له هغه وزارت یا ادارې څخه رسماً وغواړي چي عارض شخص ورڅخه متقاعد شوی دی.

(۸) وزارت یا اړونده اداره مکلفه ده، د تقاعد د حقوقو د اختصاصي محکمې د غوښتنې پر اساس، د متقاعد شخص د کاري سوابقو او د هغه د تقاعد په برخه کي، یادي محکمې ته اړوند معلومات له تصدیق شویو سندونو سره یو ځای، رسماً ولېږي او د تقاعد د حقوقو اختصاصي محکمه دي د دغو اسنادو مطابق شرعي حکم صادر کړي.

دریمه ماده:

(۱) که د تقاعد د حقوقو مدعي د متقاعد شخص وکیل وي، مکلف دی شرعي وکالت خط د اصولو سره سم ترتیب کړي.

(۲) که د تقاعد د حقوقو مدعي د متقاعد وارث وي، مکلف دی د اصولو سره سم حصر وراثت وثیقه ترتیب کړي.

څلورمه ماده:

(۱) که متقاعد شخص د غیربودجوي واحد (لکه ښاروالۍ) کارکوونکی وي، په دې صورت کي متقاعد دي د تقاعد د حقوقو اختصاصي محکمې ته په اړونده اداره عارض شي.

(۲) که متقاعد شخص د غیربودجوي واحد (لکه ښاروالۍ) کارکوونکی وي، د دې فرمان د دوهمې مادې د (۵،۴،۳،۲،۱) فقرو حکمونه د هغه په هکله هم د تطبیق وړ دي.

(۳) د تقاعد د حقوقو اختصاصي محکمه، د غیر بودجوي واحد (لکه ښاروالۍ) د متقاعد شخص عریضې ته د رسیدګۍ پر مهال، غیر بودجوي واحد (لکه ښاروالۍ) څخه د موضوع په اړه استازی وغواړي او د دې فرمان د دوهمې مادې په (۶،۵ او ۷) فقرو کي له درج شویو حکمونو سره سم دي اجراءآت وکړي.

(۴) اړونده اداره مکلفه ده، د تقاعد د حقوقو د اختصاصي محکمې له غوښتنې سره سم، خپل باصلاحیته استازی یادي محکمې ته وروپېژني.

(۵) کله چي مدعي (متقاعد) خپل د متباقي ونډې اسناد د تقاعد د حقوقو اختصاصي محکمې ته وړاندې کړي. یاده محکمه مکلفه ده چي د عارض د اسنادو تصدیق له هغه غیر بودجوي ادارې څخه رسماً وغواړي چي عارض شخص ورڅخه متقاعد شوی دی.

(۶) غیر بودجوي اداره مکلفه ده، د تقاعد د حقوقو د اختصاصي محکمې د غوښتنې پراساس، د متقاعد شخص د کاري سوابقو او د هغه د تقاعد په برخه کي، یادي محکمې ته اړوند معلومات له تصدیق شویو سندونو سره یو ځای، رسماً ولېږي. او د تقاعد د حقوقو اختصاصي محکمه دي د دغو اسنادو مطابق حکم صادر کړي.

پنځمه ماده:

(۱) د تشکیلاتو او معاشاتو د تنظیم کمېسیون مکلف دی، پر عمومي بودجه باندي د فشار له واردولو څخه د مخنیوي په موخه، د متقاعدینو د تقاعد د حقوقو د اجراء کولو په منظور، مهال وېش ترتیب کړي.

(۲) د تقاعد د حقوقو اختصاصي محکمه د تشکیلاتو او معاشاتو د تنظیم کمېسیون له‌خوا د ترتیب شوي مهال وېش پر اساس دي، په اړوندو قضیو کي خپل حکم صادر کړي.

شپږمه ماده:

د دې فرمان په لومړۍ، دوهمه، دریمه او څلورمه ماده کي درج شوي حکمونه د هغو متقاعدینو په هکله د تطبیق وړ دي چي له فتحې څخه مخکي متقاعد شوي دي.

اوومه ماده:

(۱) د مالیې وزارت مکلف دی، د هغو کارمندانو د تقاعد ونډه چي له فتحې څخه وروسته د ۲۱/۹/۱۴۴۵ هـ.ق نېټې د (۴۸۰۲) ګڼې حکم تر صدور پورې د هغوی د تقاعد په حساب کي جمع شوې ده، د اړوندو بودجوي واحدونو له لارې، هغوی ته اجراء کړي.

(۲) غیر بودجوي واحدونه (لکه ښاروالۍ) مکلف دي، د اړوندو هغو کارمندانو د تقاعد ونډه چي له فتحې څخه وروسته د ۲۱/۹/۱۴۴۵ هـ.ق نېټې د (۴۸۰۲) ګڼې حکم تر صدور پورې د هغوی د تقاعد په حساب کي جمع شوې ده، هغوی ته اجراء کړي.

(۳) د مالیې وزارت مکلف دی، د وزارتونو او امارتي ادارو د برحاله د هغو کارمندانو د تقاعد ونډه چي د ۲۱/۹/۱۴۴۵ هـ.ق نېټې د (۴۸۰۲) ګڼې حکم تر صدور پورې د هغوی د تقاعد په حساب کي جمع شوې ده، د تعامل پراساس د اړوندو بودجوي واحدونو له لارې، هغوی ته اجراء کړي.

(۴) غیر بودجوي واحدونه (لکه ښاروالۍ) مکلف دي، د اړوندو هغو برحاله کارمندانو د تقاعد ونډه چي د ۲۱/۹/۱۴۴۵ هـ.ق نېټې د (۴۸۰۲) ګڼې حکم تر صدور پورې د هغوی د تقاعد په حساب کي جمع شوې ده، د اړوند تعامل پراساس، هغوی ته اجراء کړي.

(۵) د دې مادې د (۳،۲،۱ و ۴) فقرو په درج شوو حالتونو کي، د محکمې حکم ته ضرورت نشته.

اتمه ماده:

دغه فرمان د توشېح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جریده کي دي خپور شي.

والسلام علیکم و رحمة الله وبرکاته!

امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث

مولوي هبة الله اخندزاده