د تهدید او باج اخیستې په تور درې کسان ونیول شول
د کنټرول او مراقبت عمومي څارنوالۍ د ننګرهار د جلال اباد ښار له یوه صرافۍ یو کس د شپږ زرو امریکايي ډالرو د باج اخیستنې په تور بالفعل نیولی دی. دوه نور کسان چې په دې قضیه کې دخیل و، هم د دغه ریاست د کارکوونکو له خوا توقیف شوي دي.
دغو کسانو، د شکایت کوونکي د کورنۍ تصویرونو ته لاسرسی پيدا کړی و، چې د تصویرونو د خپراوي په بدل کې يې شکایت کوونکی ننګاوه. تورنو شکایت کوونکی ننګولی و، چې د پيسو د نه ورکولو په بدل کې به یې د کورنۍ تصاویر په ټولینزو رسنیو کې خپاره کړي.
دا کسان لویې څارنوالۍ ته د کابل د یوه اوسېدونکي تر شکایت وروسته د اپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي او تر قانوني تعقیب لاندې راغلي دي.
د دغو تورنو دوسیه اړوندې څارنوالۍ ته د تحقیقاتو د بشپړېدا په موخه لېږل شوې او تر تحقیق وروسته به یې په اړه قانوني پرېکړه او پایله به یې شریکه شي.