د جمهوري ریاست د ۱۵ ګڼې فرمان له مخې د بلخ ولایت له زندان څخه ۱۰۴ بندیان آزاد شول

ago_admin
شنبه ۱۳۹۸/۸/۴ - ۹:۵۷
بلح

د جمهوري ریاست ۱۵ ګڼه فرمان، چې د بندیانو د بخښنې او بند مودې کمونې لپاره صادر شوی و، د ۱۳۹۸ کال د لړم په لومړۍ نیټه د بلخ استیناف څارنوالۍ د رئيس، د زندان د مسؤولانو او د یاد ولایت د ځینو چارواکو په حضور تطبیق شو.

د دغه فرمان پر بنسټ، ۹۳ بندیان چې ۱۱ یې ښځې وې له بندې څخه آزاد او د ۱۱ نورو د بند موده کمه شوه.

د بلخ استیناف څارنوالۍ رئیس څارنیار سیف الله پوپل حفیظي، د بندیانو د آزادۍ په دغه پروګرام کې بندیانو ته په اشارې سره وویل: «تاسو د جمهوري ریاست د فرمان له مخې آزاد شوي یاست؛ هېڅوک نشي کولای، ستاسو د آزادۍ په پلمه له تاسو څخه پیسې یا نور څه واخلي.»

همداراز نوموړي د یاد پروګرام په پای کې آزاد شوو بندیانو ته د بریالیتوب هیله وکړه او زیاته یې کړه، چې آزاد شوي بندیان دې د خپل راتلوونکي ژوند جوړولو او حلالې روزې ګټلو لپاره د اصلاح شوو او مسؤول کسانو په توګه په خپلو خپلو مسلکو کې کار او هڅې وکړي.