د جوزجان استیناف څارنوالۍ د دغه ولایت ۳۰ خبریالانو ته روزنیز پروګرام دایر کړ

ago_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۶ - ۱۲:۳۱
جوزجان

د دغه پروګرام د ترسراوي موخه د جوزجان د خبریالانو او رسنیزو فعالانو د حقوقي ستونزو حل ښوول شوی دی.

دا پروګرام  «خبریالانو ته د حقوقي او جزايي اصطلاحاتو توضیح او تشریح» په نامه د جوزجان استیناف څارنوالۍ له خوا د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د خبریالانو اتحاديې په همکارۍ د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ پر ۵ دایر شو. په دغه پروګرام کې د جوزجان استیناف څارنوالۍ، استیناف محکمو، عدليې  او اطلاعات و فرهنګ رئیسانو، د ملي راډيو تلویزیون او د خبریالانو د اتحاديې مسؤولانو ګډون کړی و.

د جوزجان د استیناف څارنوالۍ رئیس محمد نصیر حکیمي د دغه پروګرام په پرانیسته کې وویل، لویه څارنوالۍ په مرکز او ولایتونو کې تل هېوادوالو ته د خپلو اجرااتو راپور ورکوي او پر وخت د اړتیا وړ اطلاعات له رسنیو سره شریکوي.

ښاغلي حکیمي زیاته کړه، خبریالان د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبر لیکي او هره برخه ځانګړي اصطلاحات لري. د نوموړي په وینا، د هر خبر په لیکلو کې باید د هغې ادارې ځانګړي اصطلاحات وکارول شي، تر څو اطلاعات په دقیق، شفاف، مسلکي او عام فهم ډول هېوادوالو ته وړاندې شي.

نوموړي همداراز زیاته کړه، د جوزجان استیناف څارنوالۍ ریاست هڅه کړې، د عدالت د ښه تأمین لپاره له ټولو برخو په ځانګړې توګه له خبریالانو سره چې د حکومت او خلکو ترمنځ د ارتباطي پل په توګه کار کوي، ښه همغږي ولري.

له بلې خوا د اسیتناف محکمو، د عدليې او د اطلاعاتو و فرهنګ رئیسانو او د ملي تلویزیون مسؤول او نورو ګډونوالو د خبرونو د خپراوي په برخه کې د خبریالانو د مسلکیتوب لپاره دا پروګرام ګټور وباله او د جوزجان استیناف څارنوالۍ له ریاست څخه يې د دغه پروګرام د ترسراوي په پار مننه وکړه.

دا په داسې حال کې ده، د لويې څارنوالۍ رهبري تل هڅه کړې، چې له خبریالانو او رسنیو سره ښه همکاري ولري. لويې څارنوالۍ همداراز کوښښ کړی، چې له خلکو او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په چوکاټ کې له خبریالانو سره معلومات شریک کړي.