د جوزجان استیناف څارنوالۍ رئيس د دغه ولایت د بندیانو ستونزو د هواري په موخه له دوی سره ولیدل

Hussain_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۱۵:۱۵
ago

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د سرپرست د هدایت پر اساس، په جوزجان کې د څارنوالۍ د بېلابېلو برخو د رئيسانو یوه پلاوي د ۱۴۰۰ لمریز کال د سرطان پر شپږمه، په دغه ولایت کې له بندیانو سره مخامخ ولیدل.

د زندانونو د مدیریت په همغږۍ د څارنوالۍ پلاوي مخامخ له زندانیانو سره د هغوی د ستونزو په هکله وغږېدل. بندیانو په دې لیدنه کې پلاوي ته وویل، چې د دوی ټولو دوسیې په قانوني میعاد کې رسیدګي شوې دي.

د څارنوالۍ د پلاوي د موندنو او د دغه ولایت د زندان د مدیریت د شمېرو له مخې، په جوزجان کې ۶۱۵ تنه بندیان دي او دا ټول بندیان د دغه ولایت د مسؤولانو له اجرااتو رضایت څرګندوي.