د جوزجان استیناف څارنوالۍ رئیس د خانقاه ولسوالۍ د ابتدائیه څارنوالۍ کړنې او لاسته راوړنې وارزولې

د جوزجان د استیناف څارنوالۍ رئیس محمد نصیر حکمیي او د یاد ریاست ځينو څارنوالانو د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي پر ۲۶ د یادې ولسوالۍ د ابتدائیه څارنوالۍ د بېلابېلو برخو کړنې او لاسته راوړنې وارزولې.
ښاغلي حکیمي په دغه سفر کې د دغې ولسوالۍ له امنیتي مسؤولانو او قومي مشرانو سره هم ولیدل.
د جوزجان د استیناف څارنوالۍ رئیس د خانقاه له ولسوال او خلکو سره د یوې ناستې په ترڅ کې د دغه سفر موخه، د یادې ولسوالۍ د ابتدائیه څارنوالۍ له چارو څخه لیدنه او د یادې ادارې له کړنو څخه د دغې ولسوالۍ د خلکو د رضایت څرنګوالۍ وباله.
په ورته مهال کې د خانقاه ولسوال، د ابتدائیه څارنوالۍ کړنې وستایلې او څارنوالۍ یې د قانون پلي کوونکی، د بېلابېلو ادارو پر قانوني کړنو ناظر او د عدالت تأمینوونکی بنسټ وباله. نوموړي ژمنه وکړه، چې په یادو برخو کې به له ابتدائیه څارنوالۍ سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
له بلې خوا د خانقاه قومي مشرانو او خلکو، د ابتدائیه څارنوالۍ له کړنو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې یادې ولسوالۍ ته د جوزجان د استیناف څارنوالۍ د رئیس سفر، د خپلو کارکوونکو د کړنو څخه د نظارت په برخه کې د دولتي مقاماتو د ژمن پاتې کېدو ښکارندویې کوي.
د یادونې وړ ده، چې د جوزجان استیناف څارنوالۍ رئیس محمد نصیر حکیمي په یوه ځانګړې ناسته کې د یادې ولسوالۍ له امنیه قوماندان، د ملي امنیت له مدیر او د امنیې قوماندانۍ د محکمې او نظارت خونې له مسؤولانو سره لیدنه کړې او د مظنونانو او تورنو د ساتنې په برخه کې یې د یادې ولسوالۍ مسؤولانو ته لارښوونه وکړه.