د جوزجان استیناف څارنوالۍ ریاست الحاقیه وداني ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه

دا وداني د غونډو د یو سالون او ارشیف دفتر په لرلو سره، څلورو میاشتو کې د یو میلیون او څلور سوه زره افغانیو په لګښت سره د ۱۳۹۸ کال د عادي تخصیص په لګښتونو کې د کمښت او سپما له لارې، د یاد ولایت د استیناف څارنوالۍ له خوا جوړه او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.
د یادې وادنۍ د ګټې اخېستنې په پروګرام کې چې د ۱۳۹۸ کال د لړم په ۲۱ جوړ شوی و، د جوزجان والي لطف الله عزیزي، د استیناف څارنوالۍ رئیس محمد نصیر حکیمي، د ولایتي شورا غړو، د کورني او بهرني امنیت او د عسکري څارنوالۍ رئیسانو، د استیناف محکمې مسؤولانو او د یاد ولایت د سیمه ییزو ادارو رئیسانو ګډون کړی و.
د جوزجان والي لطف الله عزیزي، د استیناف څارنوالۍ ریاست د دې نوښت ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې دا نوښت له خلکو سره د یاد ریاست په کلکه ژمنه دلالت کوي. نوموړي له نورو ولایتي ادارو وغوښتل، څو له خپلو شته امکانانو په استفادې سره د خپلې اړتیا وړ شعبې جوړې او ګټې اخېستنې ته وسپاري.
په ورته مهال کې، د جوزجان استیناف څارنوالۍ رئیس محمد نصیر حکیمي په دغه پروګرام کې وویل، چې د یاد سالون څخه په استفادې کولای شو، کنفرانسونه او روزنیز پروګرامونه په ښه توګه ترسره کړو. ښاغلي حکیمي زیاته کړه، چې یاده وداني یې د ۱۳۹۸ کال له عادي بویجې څخه په سپما شوو پېسو سره، چې د لویې څارنوالۍ عالي مقام له خوا دغې ریاست ته ځانګړې شوې وه، جوړه کړې ده. نوموړي د خپلو خبرو په دوام سره وویل، چې دا وداني د ۹۱ متر مربع مساحت په لرلو سره په یو وخت د ۱۰۰ کسانو د ځایولو ظرفیت لري