د جوزجان زندان څخه د شپږو ښځو په ګډون ۲۱ بندیان آزاد شول

ago_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۸ - ۱۲:۳۲
jawzjan

دا بندیان د خپلواکۍ د بېرته اخېستو د سلمې کالیزې په ویاړ د افغانستان جمهوري ریاست د صادر شوي فرمان له مخې، د ۱۳۹۸ کال د تلې پر ۱۶ آزاد او د نهو کسانو د بند موده کمه شوه.

د دغو بندیانو د آزادۍ په پروګرام کې د جوزجان استیناف څارنوالۍ رئیس محمد نصیر حکیمي، د زندان عمومي مدیر، د ملي امنیت او ښځو چارو ریاست استازو او د یاد ولایت ځینو څارنوالانو ګډون کړی و.

د جوزجان استیناف څارنوالۍ رئیس محمد نصیر حکیمي، په دغه پروګرام کې بندیانو ته په اشارې سره وویل: «له قانون څخه په سرغړونې د جرم مرتکب شوي یاست، له همدې امله مو د قانون مطابق ټاکلې موده زندان کې تېره کړه. اوس هڅه وکړئ، د قانون مطابق خپل ژوند ته دوام ورکړئ.» ښاغلي حکیمي یو ځل بیا دوی ته په اشارې سره زیاته کړه، چې له زندان څخه د تجربې په اخېستو او د خپل ټولنیز او فردي مسؤولیت په درک کولو سره له هر ډول تاوتریخوالي د پاک ژوند کولو او د خلکو د لارښوونې لپاره هڅې وکړئ.

jawzjan

په ورته مهال کې، آزاد شوو بندیانو د یاد زندان له قانوني او اړینو سهولتونو او خدماتو څخه خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه، چې له دې وروسته به د قانون مطابق ژوند کوي او د هر ډول تاوتریخوالي او ناقانونه کړنو به ډډه کوي.

د یادونې وړ ده، چې دا بندیان د بېلابېلو جرمونو له امله د قانون مطابق د واکمنو محکمو پر حکمونو چې د بند مودې یې تر پنځو کالو کمې وې بندیان شوي و او له څلورو میاشتو تر څلورو کالو یې د یادې دورې پر تېرونې سربېره خپل پور هم پر وخت ادا کړی و، چې له دغو فرمانونو برخمن شول.