د ختیځ زون د بندیانو دوسیې وارزول شوی

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ولسمشر د هدایت پر بنسټ د لویې څارنوالۍ پر احکامو د تنفیذ او د حبس د بدیل څارنوالۍ عمومي رئیس او د جمهوري ریاست د فرمانونو د تطبیق رئیس څارنیال محمداسعد ساپي په مشری پلاوي، چې د سترې محکمې، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، د کورنیو چارو وزارت، د مالیې وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست استازي یې غړي و، د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر دولسمه د ختیځ زون د بندیانو دوسیې یې له نږدې وارزولې.
د دغو دوسیو د ارزونې ناسته کې له کابله راغلي پلاوي سربېره د ننګرهار، لغمان، نورستان او کڼر د استیناف څارنوالیو رئیسانو هم ګډون کړې و. دغه ارزونه د ننګرهار ولایت استیناف څارنوالۍ د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
محمداسعد ساپي د دغه پلاوي د سفر موخه دغه زون کې د بندیانو د تعداد معلومول او د هغو ستونزو ته رسیدګی په ګوته کړه. ښاغلي ساپي همداراز زیاته کړه، چې د هېواد د ازادۍ د بېرته اخیستلو سلمې کلیزې فرمان په ویاړ به دا ځل ډېره ونډه امنیتي او دفاعي ځواکونه ته چې د هېواد په بېلابیلو محبسونو کې بندیان دي او د فرمان مستحق وي، ورکړل شي. هغه د خپلو خبرو په دوام سره وویل، لویه څارنوالي هڅه کوي، چې جرمي پدیده له منځه یوسي او دغه اداره له مجرمانو سره ستونزه نه لري. هغه په دې هکله زیاته کړه: «موږ چې مجرمان په محبس کې ساتو، غواړو هغوي اصلاح شي، تر څو په راتلونکي کې یې ټولنه له زیانه په امان وي.»
همداراز له مرکزه راغلي پلاوي د ننګرهار ولایت د محبس عمومي مدیریت بېلابیلې برخې هم وارزولې او دغه محبس کې یې د بندیانو ستونزې له نږدې واوریدې. ښاغلي ساپي چې د پلاوي مشري یې کوله، بندیانو ته په خپلو خبرو کې وویل، لویه څارنوالي د قانون مطابق د هېوادوالو د ازادۍ لپاره هڅه کوي او هغه همدارنګه زیاته کړه:«محبسونه د اصلاح ځای دی او هغه کسان چې اصلاح شوي وي، هغو ته به په راتلونکو فرمانونو کې ځانګړې پاملرنه کېږي.» همداراز دغه محبس کې بندیانو د څارنوالانو او د محبس د مسؤولینو له ښه چلند څخه هم مننه وکړه.
دغه پلاوی په پام کې لري، چې په نږدې راتلونکي کې د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه و کړي او د بندیانو دوسیې له نږدې وارزوي.