د خوست استیناف څارنوالۍ له خوا ۱۴۴ قضیو ته رسیدګي شوې

Hussain_admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۹ - ۱۲:۳۴

د خوست استیناف څارنوالۍ ریاست د ۱۴۰۰ مالي کال په دویمه ربع ۱۴۴ قضیو ته رسیدګي کړې ده.

په دغو قضیو کې ۱۰۵ قضيې د اتهامنامو او صورت دعوا تر ترتیب وروسته ابتداییه محکمې او ۴۲ هم استیناف محکمې ته لېږل شوې دي.

همداراز د ۱۱ قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي، ۲۵ قضيې د وروستۍ کتنې لپاره د لویې څارنوالۍ عالي مقام ته لېږل شوې او ۱۳ قضيې هم حفظ شوې دي.

په دغو قضیو کې ۱۶ قضيې د قتل، ۲۷ د غلا، ۵۰ د نشه يي توکو، یوه یوه د اخلاقي جرمونو، مالي او اداري او له ښځو سره د تاوتریخوالي او ۱۳ قضیې هم د نورو متفرقه جرایمو په تړاو دي.

دغو قضیو ته د رسیدګۍ په پایله کې ۹۴۳ زره او ۷۸۴ افغانۍ نقدي جریمه راټوله او د دولت بانکی حساب ته لېږل شوې ده. همداراز یو میل تفنګچه، یو کلاشینکوف او درې موټره هم د محکمو د پرېکړو پر اساس مصادره شوي دي.

دمګړۍ دا ریاست پر ۳۹ قضیو لا هم کار کوي، چې د تحقیق، تعقیب او محکمو ته د لېږلو په حال کې دي.